۸۴وژل شوي ۴د رسيدګۍ وړ؛ د افغانستان حکومت دې د خبريالانو پر وړاندې دجرم د مجازاتو معافيت پای ته ورسوي.

۸۴وژل شوي ۴د رسيدګۍ وړ؛ د افغانستان حکومت دې د خبريالانو پر وړاندې دجرم د مجازاتو معافيت پای ته ورسوي.

۱۱ عقرب ۱۳۹۴

کابل: دافغانستان خبريالانو مرکز د خبريالانو پر وړاندې د جرايمو د جزا د معافيت پای ته رسولو په نړيواله ورځ کې دا فغانستان له دولت څخه غواړي چې د خبريالانو د وژنو پېښو ته په جدي ډول رسيدګي وکړي.

دوه کاله مخکې د ملل متحد سازمان دخبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي په غبرګون کې، د عقرب په ۱۱(۲نومبر) د خبريالانو پر وړاندې د جرم د جزا معافيت پای ته رسولو د نړيوالې ورځې په عنوان خپل فرمان اعلان کړ او ددغې ډلې د امنيت د تامين غوښتونکي شول.

د افغانستان خبريالانو مرکز د افغان خبريالانو پر وړاندې د دغه بهير پر ادامې د اندېښنې څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان دولت څخه غواړي ترڅو اجازه ورنکړي چې له سزا څخه مافيت په هېواد کې په يو کلتور باندې واوړي.

ددغه بنسټ موندنې ښايي چې له ۱۳۷۳هجري لمري کال څخه تر اوسه ۴۸خبريالان، ليکوالان او د رسنيو کارکوونکو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د هغې له جملې ۳۰تنه د هدف لاندې نيول شوي او وژل شوي او ۱۸تنه نور د انفجار يا تښتونې په صورت کې وژل شوي دي.

۲۰تنه وژل شوي خبريالان او د رسنيو فعالان د افغانستان اوسيدونکي دی او سربېره پردې په دې مودهکې دوه ازاد افغان خبريالان په پاکستان کې تر هدف لاندې نيول شوي او وژل شوي دي.

ميرويس جليل لومړنی خبريال دی چې په ۱۳۷۳کال له ګلبدين حکمتيار سره له مصاحبې وروسته د جهادي رهبرانو له لوري کابل او سروبي ته په تلونکې لاره کې ووژل شو او څلور کاله وروسته د دمزار شريف په ښار باندې د طالبانو په واکمن کېدو محمود صارمي په ايران پورې مربوط د ايرنا خبري اژانس خبريال ددغه هيواد د د يو شمېر ديپلماتانو په ګډون ووژل.

د ۱۳۸۰کال په وروستو کې په افغانستان کې دامريکا او ورسره هيوادونو دحملو د پېليدو په ترڅ کې او ازادو رسنيو د زياتوالي په ترڅ کې د رسنيزو برخو قربانيانو تعداد په ملاحظې وړ شکل سره ډيروالی موندلی.

اولف استرامبرګ، مارياګارسيا کتولي، جوليو فيونتز، عزيز الله حيدري، هري بورتون، کريستين استرو، کارن فيشر، شيما رضايي، شکيبا څانګه اماج، اجمل نقشبندي، رحمان قل، ذکيه ذکي، عبدالصمد روحاني، جاويد احمد، سلطان محمد منادي، سيد حامد نوري، اميدخپلواک، سادم خان بهادرزوی، مزمل صادقي، محسن هاشمي، نور احمد نوري، نيلز هونر، سوشيتما بنرجي، احمد سردار، انيا نيدرينګهاس، خالد اګاه يعقوبي، پلوشه توخي او عاقل محمد وقار نور هغه خبريالان او د رسنيو فعالان دي چې د طالبانو د سقوط په له هغه وروسته کلونو په جريان کې تر هدف لاندې نيول شوي او وژل شوي دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز څېړنې ښايي چې د سيدحامد نوري او رحمان قل د وژنو پېښو په ګډون چې د هغوی د وژنې د عواملو په اړه عدالت ترسره شوی دی او او دوه تنه نورو د انيا نيدرينګهاس او پلوشه توخي د قتل په تور نيول شوي وو بندي کيدلو پرته د وژنو پېښو کې نور دخيل عوامل له سزه څخه معاف او اويا په هغوی باندې قانوني مجازات ندی تطبيق شوی او د افغانستان دولت په دې برخه کې جديت ندی ښودلی.

د افغانستان خبريالانو مرکز د ملي وحدت له حکومت څخه غواړي دخپلو ژمنو په اساس چې خبريالانو پر وړاندې د جرم پېښو ته رسيدګي وکړي او اجازه ورنکړي چې مخ په دغه زياتېدوتاوتريخوالی يو دود وګرځي.