د پرس ټي وي فلمبردار له ژورو ټپونو ساه ورکړه

د پرس ټي وي فلمبردار له ژورو ټپونو ساه ورکړه

کابل،‌ چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۰

د ایران د پرس ټي وي ټلویزیون فلمبردار فرهاد تقدسي چې په کابل کې د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله ټپي شوی و د سه شنبه په ورځ ساه ورکړه.

د پرس ټي وي خبري شبکې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا ځوان فلمبردار د دې ټلویزیوني شبکې پر دفتر د راکټ لګېدلو له امله ټپي شوی و.

طالب بریدګرو د سنبلې ۲۲ سه شنبه له غرمې وروسته په څو ځایونو باندې په عبدالحق څلورلارې کې چې د امریکا سفارت او ناټو قوماندانۍ ته نږدې دی بریدونه وکړل.

دا بریدونه چې په ځانمرګیو واسکټونو، وسلې او ګرنېټونو سمبال د ۹ وسله والو طالبانو په وسیله وشو، ۶ کسان یې ووژل او ۳۳ کسان نور چې ډېری یې ملکیان وو ټپيان کړل.

فرهاد تقدسي د مړینې پر وخت ۲۳ کلن و او له دوو کلونو راپه دېخوا یې له پرس ټي وي شبکې سره کار کولو.

پرس ټي وي یوه انګلیسي ژبې ایراني شبکه ده چې د دې هېواد د دولت له لوري اداره کیږي.