۱۵ خبریالان د روزنیزې دورې لپاره پاکستان ته ځي

کابل،‌ ۱۳ قوس ۱۳۹۰

د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو انجمن (سفما) ۱۵ خبریالان د یوې میاشتنۍ روزنیزې دورې لپاره پاکستان ته استوي.

د سفما رییس ضیا بومیا د عقرب په ۱۳مه د یک شنبه په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا روزنیزه دوره د جنوبي اسیا رسنیزه مدرسه ( South Asia Media School ) کې د لاهور په ښار کې جوړیږي.

ده وویل چې د خبریالانو دا ډله به د روانې میاشتې په منځ کې پاکستان ته حرکت وکړي.

بومیا زیاته کړه چې د دې روزنیزې دورې لپاره دا ډله د ۳۶ کسانو تر منځ له یوې ارزونې وروسته ټاکل شوي چې له بېلابېلو ولایتونو راغوښتل شوي وو.

په افغانستان کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو انجمن د رییس د مالوماتو پر بنسټ، د دې دورې لپاره دا ۱۵ ټاکل شوي خبریالان د کابل، کنړ، ننگرهار، خوست،‌ بلخ،‌ لغمان، قندهار او میدان وردک ولایتونو څخه دي.

بومیا د دې کسانو د ټاکلو میعیارونه رسنیزه کاري تجربه، له انګلیسي یا اردو ژبو سره بلدتیا او د ۳۰ څخه تر ۳۵ کلونو عمر ښودلی دی.

سفما د سارک سازمان تر پوښښ لاندې فعالیت کوي چې د جنوبي اسیا له ۸ هېوادونو؛ هند، بوتان، نیپال، پاکستان، بنګلدیش، سریلانکا او مالدیف څخه جوړ شوی. افغانستان د سارک په څورلسمه غونډه کې د ۱۳۸۶ په حمل میاشت کې غړیتوب تر لاسه کړ.