د ملي تلويزون د خبري وياند ناوړه قتل

کابل، ۸ سرطان ۱۳۸۹

د افعانستان ملي تلويزون وياند سيد حامد نوري تېره شپه کابل «زاړو مکرويانو» کې په خپل کور د نامعلومو کسانو له لوري په ناوړه ډول د چاقو په ګوزار سره وژل شوی دی.

د کابل حوزې پوليسو يو ارشد مقام محمد ظاهر وويل چې ښاغلی نوري  شاوخوا اته بجې د شپې له خپل کوره لرې وړل شوی او پر بدن يې د چاقو ژورې ضربې ليدل کېږي.

د هغه په وينا ښاغلی نوري په داسې حال کې چې د خوب لباس يې پر تن و د يو زنګ په تعقيب له کوره بهر غوښتل شوی او بيا تر حملې لاندې نيول شوی دی.

د پوليسو اطلاعات ښايي چې احتمالاً حمله کوونکو له وړاندې ښاغلی نوري پېژنده، ځکه نوموړي له خپل کور ١٥٧ بلاک څخه تر ٥٢ بلاک پورې اوږه لاره پياده وهلې او بيا تر حملې لاندې نيول شوی دی.

حامد نوري د افغانستان راډيو تلويزون کې د وياندويي سربېره د ژرونالستانو اتحاديې د پاليسۍ معاونت او د «نارون» رسنيزې مؤسسې د رياست مسؤليت په غاړه درلود.

 د سيد حامد نوري جسد د لا زياتو معلوماتو لپاره د کابل عدلي طب ته انتقال شوی.

د افغانستان خبريالانو مرکز د ښاغلي نوري کورنۍ او د هېواد د رسنيو ټولنې ته د هغه د مظلومانه وژنې د تسليت تر څنګ دغه ناوړه جنايت په کلکه غندي او د افغانستان له دولت څخه غواړي چې دغه پېښه په جدي ډول تر څېړنې لاندې ونيسي او او عاملانو ته يې سخته سزا ورکړي.