کابل، ۲۱ جوزا ۱۳۹۳
د پکتیا غږ (صدای پکتیا) نشراتي مرکز وایي د دې مرکز مرستیال طوفان عمري او خبریال عبدل محمد مهشور په اتل تره کي په کابل کې نیول شوي دي.
د پکتیا غږ نشراتي مرکز یو مسوول د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې دا دواړه د جوزا میاشتې په ۱۷ نېټه د فساد ضد جرمونو لویې څارنوالۍ ته له غوښتلو وروسته تر نظارت لاندې نیولي دي.
هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل وویل چې طوفان عمري او اتل ترکی وروسته له هغې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رئیس او د کابل ولایتي شورا نوماند علي احمد فدایي پرضد یې شکایت وکړ، نیول شوي دي.
د پکتیا غږ نشراتي مرکز دې مسوول وویل: « زموږ مرکز د کابل ولایتي شورا نوماند علي احمد فدایي بابکر خېل څخه د هغه اعلاناتو د پېسو ورکولو غوښتنه وکړه چې د دې بنسټ په اونیزو( اعتبار ملي، پکتیا غږ او جګر) کې خپاره شوي دي مګر د ولایتي شورا دې نوماند د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس سره په هغمږۍ د دې مرکز په ضد کار وکړ.»
سربېره پر دې چې طوفان عمري د دې مرکز مرستیال دی په ورته وخت کې د پکتیا غږ او جګر اونیزو مسوول مدیر هم دی.
د پکتیا غږ نشراتي مرکز مسوول په وینا طوفان عمري او اتل ترکی د ۱۳۹۲ کال کب میاشتې په ۱۸ نېټه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس عبدالستار سعادت په لارښوونه د کابل چمن حضوري سیمه کې له نیول کېدو وروسته د هغه دفتر ته وړل شوي، وهل ټکول شوي او سپکاوی ورته شوی او وروسته د پولیسو له لورې بند خونې ته انتقال شوي دي.
هغې زیاته کړه دا دواړه له بند څخه د ۱۵ ورځو لپاره په ضمانت خوشې شوې و چې د دې پېښې پرضد او عواملو په اړه یې څارنوالۍ ته له شکایت پرته دویم ځل لپاره نیول شوي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنیزو بنسټونو مسوولینو او خبریالانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند، سپکاوي او د قانون خلاف کړنو د غندنې ترڅنګ له عدلي بنسټونو څخه غواړي چې هر څومره ژر د دې نېونې دلیل روښانه کړي او د دې کار لپاره د قانوني دلایلو نشتون وخت کې د دوی سمدستي خوشې کړي.
سربېره پردې عدلي او قضایي بنسټونه د قانون له مخې په دې مکلف دي چې د دې پېښې ترسره کېدو څرنګوالی او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس او د ولایتي شورا دې نوماند په اړه د شويو ادعاو په اړه پلټنه وکړي

