د «۳» او «نګاه» تلویزیونونو د فلم اخیستونکو وهل ډبول او د «1» تلویزیون خبریال ته سپکاوی غندو

د «۳» او «نګاه» تلویزیونونو د فلم اخیستونکو وهل ډبول او د «1» تلویزیون خبریال ته سپکاوی غندو

کابل، ۱۳۹۲ د چنګاښ ۱۹

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ناپېژاندو کسانو له لوري د «۳» او «نګاه» تلویزیونونو د فلم اخیستونکو وهل ډبول او همداراز د ملي المپیک د کمېټې د رئیس له لوري د «1» تلویزیون خبریال ته سپکاوی په کلکو ټکو غندي.

نن د چنګاښ ۱۸مه غرمه مهال د ۳ او نګاه تلویزیونونو خبري ټیمونه د ملي المپیک کمېټې څخه له وتلو وروسته په کابل کې د مسلح کسانو له خوا تر برید لاندې راغلل.

د ۳ تلویزیون فلم اخیستونکی حسين نظري چې د سر او مخ په برخه کې ټپي شوی د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې برید کوونکي په سړو اسلحو لکه بوکس پنچو مجهز وو.

هغه وویل:« عیدګاه جومات ته نږدې ناڅاپه یو بې پلیټه کرولا موټر زموږ موټر ته را نږدې شو او د یو دروغجنې حادثې وروسته اړ شو چې موټر ودروو؛ هغوی ناڅاپه پرته له دې چې څه ووایي پر موږ برید وکړ او درې برید کوونکو زه چې له يوې کامرې څخه بلې ته د انځورونو په لېږلو بوخت وم، په بوکس پنجې، سوکانو او لغتو موخه وګرځولم.»

حسين د خپلو خبرو په دوام کې وویل:« د نګاه تلویزیون فیلم اخیستونکی غضنفر حیدري، چې د یوه برید کوونکي د بوکس پنجې د ګوزارونو په پایله کې په اوږه کې ټپي شوی و، د همدې تلویزون له خبریال سره د مرستې موندلو لپاره له سيمې لري شوي وو، چې په همدې وخت کې برید کوونکي د نګاه تلویزیون د کامرې له اخیستلو وروسته وتښتېدل.»

د ۳ شبکې د ټپي شوي خبریال په وینا، برید کوونکو په ښکاره ډول پر هغوی برید وکړ.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د دې دوو تلویزیونو او « یک» تلویزیون د خبري ټیمونو لېږدونکی موټر سره یوشان وو او د دې پېښې له پېښېدو وړاندې د یک تلویزیون خبریال ته د ملي المپیک کمېټې د رئیس محمد ظاهر اغبر له خوا سپکاوی شوی وو.

د يو تلویزیون خبریال ادریس تيموري هم د خپلو ځينې همکارانو سره د راپور جوړولو لپاره د ملي المپیک کمېټې رئیس محمد ظاهر اغبر سره د مرکې لپاره تللی و او دا پېښه یې تایید کړه.

هغه وویل:« موږ له دې وړاندې هم په ملي المپیک کمېټه کې په ځانګړي ډول د تکواندو فدراسیون کې د فساد او اداري ضعف په تړاو راپورونه چمتو کړي وو او ومو غوښتل څو د المپیک کمېټې رئیس سره له سویلي کوریا څخه د بېرته راګرځېدو وروسته په دې برخه کې مرکه وکړو.»

ادریس زیاته کړه:« د ملي المپیک کمېټې په کلکو ټکو ماته او یک تلویزیون ته سپکاوی وکړ او په ګواښ سره یې وویل، چې نور باید داسې جنجالي راپورونه چې د دې کمېټې ګټې ګواښي خپاره نه کړو.»

د یک تلویزیون د خبر برخې مدیر مجاهد اندرابي وویل، چې د المپیک کمېټې د رئیس په نشتون کې د یادې ادارې هېڅ یو مسؤول حاضر نه شو چې په دې کمېټې کې د اداري فساد او ترسره شویو شکایتونو په تړاو مرکه وکړي.»

اندرابي وویل:« موږ د المپیک کمېټې د رئیس غږ او انځور لرو چې په ښکاره ډول زموږ خبریال ته د ورته راپورونو د خپرولو له امله سپکاوی کوي او ګواښي یې، خو سره له دی تر اوسه روښانه نه ده چې د ۳ او نګاه تلویزیونو پر خبري ټیمونو چې موټر یې موږ ته ورته وو، د برید کوونکو موخه څه وه.»

د ملي المپیک کمېټې رئیس محمد ظاهر اغبر هم په یوه خبرپاڼه کې چې یک تلویزیون ته رسېدلي ویلي، چې کسان یې د ۳ او نګاه تلویزیون پر خبري ټیمونو بريد کې ونډه نه لري او له پولیسو یې غوښتي څو دا پېښه په جدي ډول تعقیب کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیزو فعالانو وهل ډبول او د هغوی سپکاوی او ګواښل د د ازاد رسنیز فعالیت پر وړاندې له زور او مقام څخه ښکاره ګټه اخیستل بولي او د غندلو ترڅنګ یې د افغانستان له دولت څخه غواړي څو ورته پېښو ته جدیت سره رسېدنه وکړي‌.