د عزیر الرحمان سخي زاده خپلسري نیول او د نظري پریاني په نشتون کې په بند د هغې محکومول غندو

د عزیر الرحمان سخي زاده خپلسري نیول او د نظري پریاني په نشتون کې په بند د هغې محکومول غندو

كابل ۲۱ سرطان ۱۳۹۲

د افغانستان خبریالانو مرکز د ماندګار ورځپاڼې د خبریال عزیزالرحمان سخي زاده خپلسرې نیول او د کابل ابتدایه محکمې له لورې د دې ورځپاڼې مسوول مدیر نظر پریاني په نه شتون کې په دوه نیم کاله بند د هغې محکومولو پرېکړه غندي.

د ماندګار ورځپاڼې دا خبریال د سرطان میاشتې په ۱۵ مه نېټه اداري فساد سره د مبارزې عالې ادارې د هغه مطلب له امله چې په دې ادره کې د فساد په اړه د روان کال د جوزا دمياشتې په ۸په ماندګار ورځپاڼه کې خپور شوی د څارنوالۍ د څېړنو رياست ته لېږل شوی و.

د ماندګار ورځپاڼې مسوولینو په وینا، دې مقالي ته  فساد سره د مبارزې عالي ادارې ځواب د دې ورځپاڼې په بله ګڼه خپور شوی و.

له بلې خوا د ماندګار ورځپاڼې مسوول مدیر نطري پریاني وایي چې د کابل ابتدایه محکمې غیابي حکم چې په دوه نیم کاله بند محکوم شوی یم په اړه یې د څارنوالۍ له لورې خبر شوی دی.

د هغه په وینا دا حکم د ۱۳۹۱ کال کب میاشتې په ۱۲ نېټه صادر شوی دی او د جوزا میاشتې په ۱۵ نېټه د هغه خبرېدو لپاره ورته را رسېدلی دی.

پریاني ویلي: « تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه سم نه پوهېږم، مګر تر کومه ځایه چې د څارنوالۍ لیک کې لیکل شوي وو،  د هغه څه له امله چې عامه نظم ته سپکاوی او بهتان ګڼل شوی دی، غیابي په دوه نیم کاله بند محکوم شوی یم.»

د ماندګار ورځپاڼې مسوول مدیر زیاته کړې چې دا حکم د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رئیس عزیز الله لودین د شکایت له امله صادر شوی دی.

دهغه په وینا، دا حکم د هغه راپور له امله چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د سرغړونو په اړه په ماندګار ورځاڼه کې خپور شوی وو د لودین د اعتراض په اساس ترتیب شوی وو.

پریاني زیاته کړه: « د دې حکم له خبرېدو وروسته مې د هغه پر وړاندې د قضایه قوې ریاست ته شکایت وکړ او د قضایه قوې رئیس هم امر وکړ چې زما دوسیه دې له سره پرانیستل شي، مګر د څارنوالۍ دفتر د قضیې په پلي کولو ټینګار وکړ.»

د ډله ییزو رسنیو قانون په اساس چې په ۱۳۸۸ کال د ملي شورا له لورې تصویب شوی دی، هر کله که حکمي او یا حقیقي شخص د رسنیو له لورې د خپور شوي مطلب محتوا په اړه شکایت ولري لومړی هغه باید د ډله ییزو رسنیو کمېسیون ته وسپاري او سرغړونې ثابتېدېدو پروخت کولی شي هغه د عدلي او قضایي ادارو له لورې تعقیب کړي.

مګر تر کومه ځایه چې دا کمېسیون نه دی جوړ شوی او اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې کمېسیون کې د دوه خبریالانو د غړیتوب تر لاسه کولو ټاکنې تر یوې میاشتې ځنډولې دي نو پر همدې دلیل، دافغانستان خبریالانو مرکز د عبدالرحمان سخي زاده نیول غیري قانوني ګڼي او د هغې د سمدستي خوشې کولو غوښتونکي دي.

دا بنسټ همدا رنګه د نظري پریاني په اړه صادر شوی حکم د ورته والي له امله بې اعتباره ګني او د هغې غندنه کوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د عدلي او قضایي بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د ډله ییزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي او جازه دې ورکړي چې د رسنیزو فعالینو پر وړاندې مطرح شوي شکایتونه لومړی د ډله ییزو رسنیو کمېسیون له لارې وڅېړل شي او د سرغړونې په صورت کې دې هغه تعقیب کړي.