کابل، سه شنبه ١٠ ثور ١٣٩٢
د افغانستان خبریالانو مرکز د څارنوالۍ له لورې د ۸ صبح ورځپاڼې مسوولینو احضارول د ډله ییزو رسنیو قانون سره په ټکر ګڼي او د هغې غندنه کوي.
د افغانستان خبریالانو مرکزمعلوماتو له مخې د اداري معمول او اصولو خلاف د ۸ صبح ورځپاڼې مسوولین په ټلیفوني اړیکه څارنوالۍ ته غوښتل شوي، ترڅو د هغه څېړنیز راپور په اړه چې د روان کال ورې میاشتې په ۱۱مه نېټه په دې ورځپاڼه کې « افغانستان معدنونه لوټ شول» تر عنوان لاندې چاپ شوی وو معلومات ورکړي.
په دې راپور کې په کانونو وزارت کې د پراخ مالي فساد شتون په اړه جزیات بیان شوي وو.
د افغانستان خبریالانو مرکز د څارنوالۍ له لورې دا احضارونه مخکې تر دې چې جرمي اړخ او یا د خبریالۍ معیارنو څخه د دې رسنۍ د سرغړونه د رسنیزو سرغړونو کمېسیون له لورې تشخیص شي، غیري قانوني ګڼي او د هغې غندنه کوي.
جرمونو څخه د مبارزې ریاست څخه محمد منیر بي بي سي ته ویلي چې کانونو وزارت د ۸ صبح ورځپاڼې په اړه شکایتو د څارنوالۍ په ګډون درې مراجعیو ته لېږلې وې او دې ادارې د هغې په وسیله پرېکړه وکړه چې دې شکایت ته رسېدګي وکړي او نو له همدې امله د ۸ صبح ورځپاڼې مسوول مدیر پرویز کاوه څارنوالۍ ته راغلی.
د څارنوالۍ دې چارواکي په وینا، څارنوالۍ ته د کاوه له راتګ وروسته هغې معلومات ورکړل چې د ۸ صبح دوسیه د رسنیزو سرغړونو کمېسیون کې تر څېړنې لاندې ده او څارنوالۍ په همدې موخه چې معلومه کړي چې دا کار رسنیزه سرغړونه ده او یا نه؟ د ۸ صبح مدیر څخه یې د معلوماتو ورکولو غوښتنه وکړه.
محمد منیر زیاته کړې ده چې څارنوالۍ به دا قضیه بېرته رسنیزو سر غړونو کمېسیون ته واستوي.
په ورته وخت کې د رسنیزو سر غړونو کمېسیون غړي وحید غروال ویلي دي چې د ۸ صبح ورځپاڼې راپور په اړه د دې کمېسیون پلټنې لا نه دي نهایي شوې او دوی په دې اړه هیڅ کومې عدلي او قضایي ادارې ته مکتوب نه دې استولی.
د غروال په وینا دا کمېسیون به د دې شکایت په اړه د خپلې وروستۍ پرېکړې څخه عدلي او قضایې بنسټونه، ۸ صبح ورځپاڼه او کانونو وزارت به په رسمي ډول خبر کړي.

