د افغانستان خبریالانو مرکز د خورشید ټلویزیون خبري ټیم سپکاوی او وهل ټکول غندي

کابل ، پنج شنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۲

د افغانستان خبریالانو مرکز کابل کې د دولتي چارواکو او ورسره کسانو له لورې د خورشید تلویزیون خبریال، کامره مین او چلوونکي وهل په کلکو ټکو غندي او دې قضیې ته د حکومت د جدي رسېدنې غوښتنه کوي.

خبریال لطیف عزیزي، عکاس زلمی او موټر چلوونکې د چهارشنبې په ورځ د یو دولتي مقام او ورسره کسانو له لورې چې ویل کیږي، د وزیرانو شورا چارو ادارې څخه دی وهل ټکول شوي دي.

خورشید تلویزیون ویلي دا خبري ټیم چې دې رسنۍ اړوند موټر کې سپاره وو، وروسته له هغې چې مخابراتو څلور لارې ته نېږدې د حکومتي چارواکي د موټر په وسیله د سرک بندېدو باندې نیوکه وکړه، دې موټر کې ناستو کسانو له لورې سپکاوی ورته شوی او وهل شوي دي.

د چارو ادارې په دې اړه بې خبري څرګنده کړې مګر د هغې د پلټنې ژمنه یې کړې ده.

د افغانستان خبریالانو مرکز د خورشید تلویزیون خبري ټیم ته سپکاوی او وهل ټکول د دولتي چارواکو له لوري  له موقف څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په سترګه ګوري او له حکومت غواړي چې دې قضیې ته په جدي توګه رسیدګي وکړي او د هغې ترسره کوونکي د قانوني پلټنو لاندې ونیسي.

دا د خپل ډول دویمه پېښه ده چې په روانه پېښه کې ترسره کیږي.

تیره اونۍ د زابل ولایت سیمه ییزې راډیو تلویزیون خبریال زلمی حکیمي د پوهنې رئیس سره تړلو کسانو له لورې ترین کوټ ښار کې سخت ووهل شو.