د افغانستان حکومت ته د ۱۵۰ تنو زياتو افغان خبريالانو د عدالت غوښتنې ليک؛ له سزاګانو معافيت ته د پای ټکی کېږدئ.

کابل ۱۰ لړم ۱۳۹۶

د خبريالانو پر وړاندې جرايمو سزاګانو څخه د معافيت ختمولو نړيوالې ورځې په لړ کې؛ له ۱۵۰ تنو زيات افغان خبريالان د ملي وحدت حکومت رهبرانو څخه د يو سرخلاصي ليک په لاسليک کولو؛ په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې جرمونو سزاګانو څخه د معافيت کلتور ختمولو غوښتونکي شول.

درې کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړيو؛ په نړۍ کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو په غبرګون کې د يو پرېکړه ليک له مخې د نومبر ۲ (لړم ۱۱ مه) د خبريالانو پر وړاندې جرايمو سزاګانو څخه د معافيت ختمولو نړيوالې ورځ په توګه اعلان کړه او د خبريالانو د امنيت او خونديتوب تأمينولو په برخه کې د غړيو هېوادونو د جدي ګامونو پورته کولو غوښتونکي شول.

د افغانستان د خبريالانو مرکز موندنې ښيي چې له ۱۳۷۲ هجري لمريز کال څخه تر ۱۳۹۶ کال پورې؛ په افغانستان کې ۷۳ تنه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي او همدارنګه دوه تنه افغان خبريالان په پاکستان کې هم وژل شوي دي.

۷۵ تنه وژل شوي خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د افغانستان تبعه دي او په ټوله کې ۱۴ تنه قربانيان مېرمنې دي.

د بي بي سي خبريال ميرويس جليل لومړنی خبريال دی چې په ۱۳۷۳ کال کې له جهادي رهبر ګلبدين حکمتيار سره تر مرکې وروسته؛ له سروبي کابل ته د بېرته راتګ پر لاره ووژل شو او څلور کاله وروسته په مزار شريف ښار د نيولو سره، طالبانو د ايران اړوند ايرنا خبري آژانس خبريال محمود صارمي د دې هېواد له يو شمېر دپلوماتانو سره يوځای وواژه.

د ۱۳۸۰ کال په وروستيو کې په افغانستان د امريکا او ملګريو هېوادونو په بريد او د آزادو رسنيو په زياتېدو سره؛ د رسنيو ټولنې د قربانيانو شمېر هم د پام وړ زیاتوالی وموند.

اولف استرامبرگ، ماریا گارسیا کتولی، جولیو فیونتز، عزیزالله حیدری، هری بورتون، کریستین استرو، کارن فیشر، شیما رضایی، شکیبا سانگه آماج، اجمل نقشبندی، رحمان قل، ذکیه ذکی، عبدالصمد روحانی، جاوید احمد، سلطان محمدمنادی، سید حامد نوری، امید خپلواک، سادم خان بهادورزوی، مزمل صادقی، محسن هاشمی، نوراحمد نوری، نیلز هونر، احمد سردار، آنیا نیدرینگهاس، خالد آگاه یعقوبی و پلوشه توخی، عاقل محمد وقار، ذبیح الله پشتون یار، امان الله عطایی، علی محمدی، حسین امیری، جواد حسینی، محمد حسین، مهری عزیزی، مریم ابراهیمی، زینب میرزایی، زبیر خاکسار، یعقوب شرافت، دیوید گیلکی، ذبیح الله تمنا، نعمت الله زهیر، نصیر مدثر، نورالله، فریده، عبدالطیف، محمد امیر، عبدالغنی، زین الله، حبیب الله حسین زاده، محمد نذیر او عزیز نوین او عمر ارغندی وال نور خبريالان او د رسنيو فعالان دي چې د طالبانو د رژيم د سقوط په لړ کې او له هغې په راوروسته کلونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو پر اساس طالبان د ۳۹ تنو په وژلو، نا مسئوله وسله والې ډلې او کسان  د ۲۱ تنو، داعش د اتو تنو، ناټو ځواکونه د دريو تنو، د کورنۍ غړي د دريو تنو، او د افغانستان ملي پوليس هم د يو تن په وژلو شکمن او يا تورن دي.

په داسې حال کې چې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب کمېټې (د حکومت او د خبريالانو او رسنيو ملاتړ بنسټونو ګډه کمېټه) په وينا؛ په وروستي يو کال کې د دې کمېټې په هڅو نهه قضيو ته رسيدنه شوې ده؛ مګر له دې سره سره ليدل کېږي چې د دې جرمونو ډېری عاملين له سزا معاف دي.

 له سزاګانو د معافيت بهير د دوام په تړاو د افغانستان خبريالانو مرکز د روان کال د غوايي په ۱۱ مه چې د ۲۰۱۷ کال د مۍ له لومړۍ نېټې سره برابره ده؛ په هېواد کې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې جرمونو د پوهاوي ورکولو په موخه، د عدالت غوښتنې شپږ مياشتنۍ دوره پيل کړه او په همدې اړه يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اعتراضي غونډو جوړولو سره له خبريالانو وغوښتل چې د دې عدالت غوښتنې ملاتړ وکړي.

۱۵۰ تنو خبريالانو د دې ليک په لاسليک کولو چې يوه يوه نسخه يې د ولسمصر دفتر او د حکومت اجرائيه رئيس ته لېږل شوې؛ د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د وژل شويو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو دوسيو ته رسېدنه په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ونيسي او په هېواد کې د سزا څخه د معافيت فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي.