۳ عقرب ۱۳۹۳
کابل: د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د امريكا د لاسرسۍ ځانګړی دفتر وايي د سيګار ادارې د امريكا څخه افغانستان ته د تلويزيون د ژونديو نشراتو د درې دستګاوو د قرارداد په اړه وايي چې دغه دستګاوې درې کاله مخکې افغانستان ته راوړل شوي خو تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دي سپارل شوي.
سيګار ويلي دي چې د دغه درې دستګاوې د دوه ميلونه او ۶۰۰ زره امريكايي ډالرو په قيمت اخيستل شوي او حتى د دوه واحدونو قيمت يې د اصلي قيمت دوه برابره ښودل شوى دى، د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د امريكا د لاسرسۍ ځانګړی دفتر د امريكا د خارجه چارو وزير جان کيري څخه په يو سر خلاصي ليک ددغې قضيې د بررسۍ غوښتنه کړې ده، ددغې ادارې د معلوماتو په اساس دغه غټ موټرونه د افغانستان ملي تلويزون ته د کرکټ، فوټبال د لوبو او نورو ژوندي نشراتو د پوښښ لپاره اخيستل شوي و.
په دغه ليك کې راغلي دي چې د هغه قرارداد مطابق چې د خارجه چارو وزارت له لوري د ۲۰۱۱ کال اګست په مياشت کې شوى و، يقيني وه دغه دستګاوې د ۱۸۰ تر ۲۱۰ ورځو پورې په کابل کې د امريكا سفارت ته وسپارل شي، دوى وايي چې دغه قرارداد د شپږ ميلونه امريكايي ډالرو او د پنځو دستګاو د انتقال لپاره ترسره شو، خو د ۱۶ سپتامبر ۲۰۱۳ کال دغه قرارداد بيا تر کتنې لاندې ونيول شو او دريو دستګاو ته چې يوه يې د مياشتني ګرځنده او دوه د ES350 ډوله دستګاو ته راکم شو.
هغوى زياته کړې ده چې د تلويزيون د ژونديو نشراتو دغه درې موترونه چې يو يې د انتقال په وخت کې لږ خراب شوى د ۲۰۱۴ جولای ۱۸ کابل ته راورسېدل خو تر اوسه له يوه څخه هم ګټه نده اخيستل شوې.
په دغه ليك کې راغلي چې د امريكې خارجه چارو وزارت ددغو دستګاو د ځنډني انتقال په سبب د هغوى له منلو انکار کړى دى، د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د امريكا د بازرسۍ دفتر ددغه ليك په وروستۍ برخه کې د امريكا خارجه چارو وزير ته ويلي دي چې ددغه ځنډني انتقال په وجه ددغو دستګاو قيمت ۲۰۰ زره امريكايي ډالره دى خو د هر موټر په مقابل کې ۵۶۸ زره امريكايي ډالره يعنې درې برابره محاسبه شوى دى.
هغوى ښودلې چې که د سيګار معلومات سم وي نو په دې برخه کې يوه جدي تيروتنه شوې او خارجه چارو وزارت ممکنه ده اوس هم دغه قرارداد فسخه کړي.

