
انځور: فیسبوک
۲۲ چنګاښ ۱۳۹۹
کابل- د اصلاح دولتي ورځپاڼې مسؤل مدیر داد محمدعنابي په کرونا وایروس باندې د اخته کیدو له امله په ۵۵ کلنۍ کې ومړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین عبدالمنان شیوای شرق په خپله فیسبوک پاڼه د ښاغلي عنابي له مړینې خبر ورکړی دی.
داد محمد عنابي په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ کې زیږېدلی و.
هغه په ۱۳۹۲ کال د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه چې مرکز یې په کابل کې دی وټاکل شو او د ژوند ترپایه یې په دغه برخه کې کار کاوه.
د افغانستان خبریالانو مرکز رهبرۍ هیئت د دې بنسټ د ټولوهمکارانو په استازولۍ د داد محمد عنابي مړینه د هیواد رسنیو لپاره لویه ضایع ګڼي او د ښاغلي عنابي روح ته د دوعا ترڅنګ؛ په دې غم کې د هغه کورنۍ او اصلاح ورځپاڼه کې یې همکارانو سره ځان شریک ګڼي.
د عنابي له مړیني سره؛ په افغانستان کې د رسنیو د هغه کار کوونکو شمېر ۶ تنو ته ورسېده چې د مړینې لامل یې د کویډ-۱۹ ناروغي ښودل شوې.
د آریانا تلویزیون کار کوونکی سلیمان یوسفي، د پژواک خبري اژانس اداري مدیر شاه محمود هارون، د ملي تلویزیون خبریال نوید عظیمي، د باختر خبري اژانس خبریاله پروین رفیقي او د بانو تلویزیون ویانده مینه رفیع د رسنیو له نورو همکارانو دي چې د مړینې لامل یې د کویډ-۱۹ ناروغي تشخیص شوې ده.
د یو شمېر رسنیو د علان او همدرانګه خپله د خبریالانو له لورې د انفرادي اطلاع رسونې له مخې په هیواد کې په کرونا وایروس د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو اخته کیدو کچه پراخه وه.
د افغانستان خبریالانو مرکز پر افغان حکومت غږ کوي چې د کرونا وبا سره په لومړۍ کرښه د افغان خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو مبارزې او د دې قشر ډیر زیان ته په کتو، دې ناروغۍ لپاره ځانګړې له شوې بودیجې څخه رسنۍ او اړ خبریالان تر پوښښ لاندې ونیسي او د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شويو خبریالانو له کورنیو سره دې ځانګړې مرسته وشي.

