کابل، ۳ غويی ۱۳۹۳
د ټاکنو رسنیز کمېسیون په کابل او ولایتونو کې ۱۴ شخصي رسنۍ د یوشمیر نوماندانو د ملاتړ او سکوت دورې ته د نه پاملرنې په دلیل نغدي ناغه کړې دي.
د دې کمېسیون رئیس فریدې نېکزاد کابل کې د سه شنبه په ورځ وویل چې په دې رسنیو کې چې ۱۳ تلویزیونونه او یوه راډیو شامله ده، د ټاکنو قانون ۶۱ مادې په اساس سرغړونکي پېژندل شوي دي او مجبور دي چې نغدي جریمه ورکړي.
د هغه په وینا هر یو له دې تلویزیونو آرزو، راه فردا، افغان او دعوت د ۵۰ زره افغانیو، آیینه ۷۵ زره افغانۍ، سبا ۶۰ زره افغانۍ، ژوندون او نګاه ۳۵ زره افغانۍ، مهر(بلخ ولایت) ۲۰ زره افغانۍ، شمشاد، نور او نورین او نوا راډیو هر یو ېې د ۱۰ زره افغانۍ او هیواد تلویزیون( کندهار) په پینځه زره نغدي جریمې باندې محکوم شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون خبرپاڼې په اساس، ارزو او راه فردا تلویزیونونه د جانب دارانه پوښښ، ټاکنو کې د رسنیو د فعالیت تنظیم لایحې نه مراعتول له ټاکنو ترسره کېدو مخکې د سکوت ۴۸ ساعته دورې څخه سرغړونې له امله، او افغان تلویزیون د یو اړخیزه پوښښ او د رسنیو فعالیت تنظیم لایحې څخه د سرغړونې په امله سرغړونکي پېژندل شوي دي.
سربېره پردې، دعوت تلویزیون د یو نوماند په ګټه د یوطرفه پوښښ او د سکوت دورې ماتولو په دلیل، ژوندون او سبا تلویزیونونه د یوطرفه پوښښ او سکوت دورې ماتول، سکوت دوره کې د شمشاد، نور او هیواد تلویزونونه له لورې سکوت دورې تنظیم لایحې ته د نه پاملرنې، نوا راډیو او نګاه تلویزیون د نا متوازن نشراتو او د سکوت دورې نه مراعتولو امله، او نور تلویزیون د یوځانګړي نوماند په ګټه سرغړونکي پېژندل شوي دي.
د ټاکنو د رسنیز کمېسیون مشر په ورته وخت کې له رسنیو غوښتنه کړې چې د ټاکنو قانون موادو ته پاملرنه وکړي، خپل مالي راپور د وروستیو پایلو تر اعلان وړاندې دې کمېسیون ته وسپاري که نه نو دوی به نغدي ناغه شي.
د ولسمشرۍ او ولایتې شورا ټاکنې په یو وخت د حمل میاشتې په ۱۶ نېټه ترسره شوې. ټاکل شوې د دې ټاکنو پایلې د غوای میاشتې په ۲۴ اعلان شي.

