افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ نړیوال نوملړ کې

افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ نړیوال نوملړ کې

کابلُ ،۱۴غويی ۱۳۹۳

د مطبوعاتو دنړیوالې ازادۍ ورځې په درشل کې د «ازادۍ کور» یا Freedom house په ۲۰۱۴ کې د مطبوعاتو ازادۍ په اړه خپل تازه راپور خپور کړ چې له مخې یې افغانستان یو غیرې ازاد هیواد معرفي شوی دی.

په نړیواله کچه د رسنیو ازادۍ په اړه د ازادۍ کور ویلي چې په دې کال کې د رسنیو ازادۍ وضعیت په وروستۍ یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

دې بنسټ، د نړۍ هیوادونه د مطبوعاتو د ازادۍ سطحې په اساس په درې کټه ګوریو خپلواک، نسبتا خپلواک او غیري خپلوک باندې ویشلي دي مګر افغانستان سره له دې چې د مطبوعاتو د ازادۍ برخه کې د خپلو ګاونډیو به نسبت په ښه ځای معرفي شوی دی مګر په دریمه یا غیري خپلواک کټه ګورۍ کې ځای نیولی دی.

د دې بنسټ په تازه درجه بندۍ کې افغانستان د سیمي او نړۍ ۱۹۷ هیوادونو ترمنځ ۱۴۷ ځای کې راغلی خو افغانستان د خپلو ګاونډیو هیوادونو لکه د پاکستان هیواد چې په ترتیب سره د ۱۴۱ ځای کې راغلی په ډیر بد حالت کې یاد شوی دی.

د آزادۍ غږ کور موندنو پر بنسټ، تاجکستان 176، چین 183، ایران 190، او ازبکستان او ترکمانستان په نړۍ کې 195 مقامونه  تر لاسه کړي دي.

د دې راپور په اساس د منځني ختیځ یوشمېر هیوادونو له ډلې په مصر، لیبیا او اردون کې د رسنیو د ازادۍ حالت خرابېدو په نړیواله کچه د رسنیو د ازاد فعالیت ګراف باندې منفي اغیز درلود.

په ترکیه، اوکراین او د ختیځي اروپا یوشمېر هیوادونو کې د رسنیو د ازادۍ ښکاره شاه تګ او د امریکا په رسنیز ډګر کې د نسبي ازادۍ کمښت نور هغه مهم لاملونه دي چې د ازادۍ کور په باور دې حالت کې یې مهم رول لرلی دی.

په ۲۰۱۳ کې سروې شوي ۱۹۷ هیوادونو او سیمو څخه، په ټولیزه توګه ۶۳ قضیې ٪۳۲ سلنه خپلواکې رسنۍ، ۶۸ قضیې ٪۳۵ سلنه نسبتا خپلواکې رسنۍ او ۶۶ قضیې ٪ ۳۳ سلنه غیرې خپلواکې رسنۍ پېژندل شوې دي.

د ازادۍ کور دې راپور کې صربستان ۷۴، مونته نګرو ۷۸، ګرجستان ۹۳، کوزوو ۹۸، بوسنیا  او هرزګونیا ۱۰۳، مالدواي ۱۱۲ او مقدونیې د ۱۲۲ مقامونو ترلاسه کولو سره نسبتا خپلواک هیوادونه پېژندل شوي دي.

سږکال سوېډن، ناروې او هالنډ د رسنیو ازادۍ برخه کې په نړیواله کچه لومړی، دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړل.

د رسنیو دازادۍ کور تېر کال راپور کې د رسنیو د خپلواک فعالیت برخه کې افغان له ټولو ۱۰۰ نمرو څخه د ۶۷( صفر ښې او ۱۰۰ بدې نمرې) په ترلاسه کولو سره د یو غیرې خپلواک هیواد په توګه پېژندل شوی و.

د ازادۍ کور په ۱۹۴۱ کال کې په امریکا کې جوړ شو او د نادولتي بنسټ په توګه په نړیواله کچه له دیموکراسۍ، سیاسي ازادۍ او انساني حقونو څخه ننګه کوي او په دې برخه کې پلټنه کوي.