دوشنبه، ۱۳۸۹ د لیندۍ ۱
د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې هغه انځوراخیستونکي، چې په کندهار د یو کاري مأموریت پر مهال ټپي شوی و، د ژورو ټپونو له امله، له زنګنونو لاندې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.
جوآو سيلوا (Joao Silva) یوه میاشت وړاندې په ارغنداب ولسوالۍ کې د ضد پرسونل ماین له امله ټپي شو او په کندهار او بګرام کې د امریکایي ځواکونو په روغتونونو کې د درملنې لاندې و.
نوموړی وروسته د پرمختللې درملنې لپاره آلمان ته ولېږدول شو، خو د روغتیایي ټیم په هڅو سربېره، د نوموړي د پښو د ژورو ټپونو درملنه بې پایلې وه. ښاغلی سیلوا په عراق، بالکان، سوېلي افریقا هېوادونو او منځني ختیځ کې کاري سابقه په خپله کارنامه کې لري.
۴۴ کلن جوآو سیلوا په لیسبون ښار کې زېږېدلی او سوېلي افریقا په ژوهانسبورک ښار کې لوی شوی دی.
د جوآو سيلوا دوستانو او همکارانو د یو ویب پاڼې په جوړولو د یاد انځوراخیستونکي د درملنې لپاره د مالي مرستې غوښتنه کړې وه.
د چاودنې پر مهال د نیویارک ټایمز خبریال جوآو سيلوا د یادې ورځ پاڼې له خبریالې کارلوتا ګال سره د ارغنداب په نا امنه سیمه کې، چې د امریکایي ځواکونو عملیاتو پکې جریان درلود، ملتیا کوله، خو په دې چاودنه کې مېرمن ګال ته زیان نه دی رسېدلی.
شپږ میاشتې وړاندې د کاناډا د «کن وست» خبري شبکې ۳۴ کلن خبریال میشل لانګ هم د کندهار ولایت د «ډنډ» ولسوالۍ په «قاسم پله» سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سړک غاړې د ماینونو اېښودل د طالبانو له هغو جنګي تاکتیکونو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې مخ پر زیاتېدو دی، د دې ډول ماینونو ډېری قربانیان غیر نظامیان دي.

