کابل:٢ وری ١٣٩٢
د افغانستان خبریالانو مرکز کابل کې د وسله والو طالبانو وروستۍ حمله چې په پکې د ۹ ملکي وګړو له ډلې یو خبریال د خپلې کورنۍ درې غړو سره وژل شو د غندنې ترڅنګ، د ډلې خبرونو تحریم پوښښ په اړه د افغان خبریالانو له پریکړې هرکلی کوي.
موږ به د هیواد تکړه خبریال احمد سردار عزیزي، د دوه نازولو ماشومانو او مېرمنې قرباني چې د نوي کال په شپه کابل کې د وسله والو طالبانو په حمله کې قرباني شول کله هم هېره نه کړو، په ډیرې عاجزۍ د هغوی لپاره بخښنه غواړو او په ټولو انسان وژونکو باندې لعنت وایو.
د افغانستان خبریالانو مرکز د هیواد له ټولو خبریالانو څخه غواړي چې دې ۱۵ ورځني خبري پوښښ سره په یوځای کېدو طالبانو ته څرګنده کړي چې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د خبریالانو مرګ چې د ولس غږ دی په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی او هغه کسان چې داسې عمل ترسره کوي، باید د خدای او خلکو پر وړاندې ځواب ووایي.
د سردار محمد او کورنۍ شهات په اړه یې د خبریالانو او رسنیزو فعالینو خبر پاڼه
د افغانستان خبریالانو کورنۍ یوځل بیا په یوه ډیره دردونکې پېښه کې یو فعال او تکړه غړی له لاسه ورکړ.
د نوي کال په شپه د کابل سرینا پر هوټل د وسله والو طالبانو وحشیانه حمله کې ۹ ملکي وګړي وژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
د افغانستان پېژندل شوی خبریال سردار احمد د خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره په دې پېښه کې شهیدان شول او د سردار احمد دریم ماشوم چې په دې پېښه کې سخت ژوبل شوی په مرګوني حالت کې پروت دی.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې خبریالانو تل د پېښو پوښښ او اطلاع رسونې برخه کې هغه هم په داسې حساس وخت کې د بې پریتوب اصل په پام کې نیولی دی.
په دې حمله کې، په قصدي ډول ملکیان په ځانګړې توګه ښځې او بې ګناه ماشومان، د خوړو پر وخت په بې رحمانه ډول په مرمیو ويشتل شوي.
طالبان یوازې د خبرونو پوښښ او د هیواد د اتباعو په ویره کې داسې وحشي حملې ترسره کوي او داسې بریدونه د منلو وړ نه دي، نو افغان خبریالانو په یو غږ ګډه پرېکړه وکړه چې د ۱۵ ورځو لپاره طالبانو پورې اړوند پېښو، په ځانګړې توګه خبرپاڼې چې د دې ډلې د فعالیت پراختیا او یوې برخه کې ګټور تمامیږي پوښښ یې بند/تحریم کړي او خبریالان همدا راز له وسله والو طالبانو څخه د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د بې ګناه ماشومانو ښځو وژلو په اړه توضیح غواړي او دا ډله باید د داسې وحشیانه حملو په اړه باید ځواب ویونکې واوسي.

