۳ سنبله ۱۳۹۵
کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د رسنيو او خبريالانو د خونديتو د طرزالعمل څخه چې د هېواد د ملي امنيت شورا له لوري تصويب شوی دی هرکلی کوي او هيله من دي چې له هر څه ژر د حکومت له لوري عمل شي.
دغه طرزالعمل د پنځه مياشتو په جريان کې د ژورنالستانو او افغانستان رسنيو فدارسيون چې د افغانستان خبريالانو مرکز د هغه له غړيو څخه دی او د ملي امنيت شورا او د جمهوري رياست د عامه ستراتيژيکو چارو د کوښښونو په پايله کې ترتيب شوی دی.
د افغانستان رسنيو او خبريالانو د خونديتوب طرزالعمل د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي، تهديد او وېرې او حتی په رسنيو دحملې دزياتوالي په پايله کې د هېواد اساسي قانون په نظر کې نيولو سره تهيه او ترتيب شوی دی او پاملرنې سره د خبريالانو او رسنيو د فدراسيون له لوري تر بيا کتنې لاندې نيول شوی.
د افغانستان جمهوري رياست دفتر اعلان وکړ چې ياد طرزالعمل د ملي امنيت شورا په ناسته کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ داير شوي دي د تصويب لاندې نيول شوي دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز د ملي امنيت شورا دغه اقدام د رسنيو د فعاليت او بيان ازادۍ د ملاتړ په لاره کې يو مهم ګام ګڼي او د افغانستان حکومت څخه غواړي چې ددې د اجراء لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

