د لار یو نونو په پلانو لو سره، رسنۍ مه ګواښئ!

د لار یو نونو په پلانو لو سره، رسنۍ مه ګواښئ!

کابل ۷ تله ۱۳۹۳

 د افغانستان خبریالانو مرکز، د یک تلویزیون پرضد د پلان شوو مظاهره په اړه د دې رسنۍ مسوولینو اندېښنو پرځای ګڼلو سره، د افغانستان له حکومت غواړي چې دا قضیه په کلکه ټوګه وڅیړي.

د کابل ښار یو شمېر پرچون پلورونکو( لاسي)، د یک تلویزویون تازه راپور په اړه چې د کابل ښار یوشمیر پولیس له لاسي پلورونکو څخه غیري قانوني اخاذې اخلي، دې رسنۍ ترڅنګ سرک باندې یې لاریون کړی دی.

لاریون کوونکو له پولیسو نه ملاتړ او د تلویزیون پر ضد شعارونه ورکړل.

د دې تلویزیون په تازه راپور کې یوشمېر لاسي پلورونکو ادعا کړې  وه، چې یوشمېر سربازان او تر دې چې پولیس افسران د کار اجازې په بدل کې، له دوی اخاذې اخلي.

د یک تلویزیون مسوولینو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د کابل یوشمېر لوړ رتبه پولیس چارواکو د دې لاریونو نو په پلانولو کې لاس درلود.

د افغانستان خبریالانو مرکز، د دې رسنۍ مسوولینو اندېښنو پرځای ګڼلو سره، له حکومت غواړي د دې پېښې په جدي څېړنې سره اجازه ورنه کړي، رسنۍ د داسې راپورونو خپرولو له امله وګواښل شي او تر فشار لاندې ونیول شي.

په ورته وخت کې، دا بنسټ د یولسمې ناحیې پولیسو چارواکو او په ټوله کې د کابل ټولو پولیسو څخه غواړي، چې که څه هم په دې راپور به نیوکه لري د لاسي پلورونکو څخه د لاس الې کارولو په توګه ځان وساتي او له قانوني لارو عمل وکړي.