د هېواد د رسنيزې ټولنې د وژل شويو د ياد ژوندي ساتلو لپاره څلی جوړېږي.

د هېواد د رسنيزې ټولنې د وژل شويو د ياد ژوندي ساتلو لپاره څلی جوړېږي.

کابل ۳۰ مرغومي ۱۳۹۶

د افغانستان حکومت د هغو ژورنالېستانو او رسنيزو کارکوونکو د درناوي لپاره په کابل کې يادګاري څلی جوړوي، چې په وروستيو دوه لسيزو کې وژل شوي دي.

د دې څلي د بنسټ ډبره نن کابل کې د هغو مراسمو په لړ کې چې لوړ پوړيو حکومتي چارواکو، د ملي شورا غړيو او د رسنيزې ټولنې غړيو په کې برخه اخېستې وه؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ودانۍ تر څنګ کېښودل شوه.

په وروستيو دوه لسيزو کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ تنه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې د بيان آزادۍ او رسنيزې ټولنې څخه د حکومت د ژمنتيا تر څنګ وويل چې د دې يادګاري څلي جوړول د هغو تورزړيو کسانو په زړه کې خنجر دی چې غوښتل يې په افغانستان کې د بيان د آزادۍ غږ زندۍ کړي.

تمه ده چې دا څلی شاوخوا کال وروسته د رسنيو د آزادۍ په نړيواله ورځ (۳ مۍ ۲۰۱۹) ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د کابل ښاروال عبدالله حبيب زي وويل چې د دې څلي په شاوخوا کې به پارک او د فرهنګيانو د راټولېدو ځای جوړ شي.