د کال خبریال جایزې ګټونکي او په افغانستان د یو عمرخبریالۍ لاسته راوړنې- ۹۲ کال

د کال خبریال جایزې ګټونکي او په افغانستان د یو عمرخبریالۍ لاسته راوړنې- ۹۲ کال

کابل ۲۷ کب ۱۳۹۲:

د خبریال ورځې له درناوي سره په یو وخت، د افغانستان خبریال د کال جایزه او د خبریالۍ ژوند لاسته راوړنې جایزې ګتونکو ته ورکړل شوې.

هغه مراسم چې په دې اړه په کابل کې ترسره شول، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور جلال نوراني، د رسنيزو بنسټونو مسوولین، رسنیو مسوولین، ولسي جرګه کې د خلکو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور د اطلاعاتو او کلتور وزیر د پیغام لوستلو ترڅنګ په هیواد کې د بیان له ازادۍ او رسنیو ازاد فعالیت څخه د ملاتړ ترڅنګ، د خبریال په نوم د دې ورځې له ټاکلو ملاتړ وکړ.

هغې وویل: « د خبریال ورځې په توګه د کب ۲۷ مې نېټې ټاکل کېدو څخه ملاتړ کوو او په ټول توان سره به کوښښ وکړو ترڅو دا ورځ په ملي کچه هم ثبت کړو.»

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي هم وویل چې د کب میاشتې ۲۷ مه د دې بنسټ په نوښت په افغانستان کې د ولسواکۍ ساتنې، پایښت او تقویت برخه کې د خبریالانو نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د خبریال په نوم نومول شوې ده او دا لومړی ځل دی چې له دې ورځې لمانځنه کیږي.

د هغه په خبره، د بیان ازادي، د ازادو خبري رسنیو پراختیا په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان ځوانې دیموکراسۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، او خبریالان له ګواښونو، فشار، تاوتریخوالي او د جسمي او رواني فشار سربېره خبریالان د هیواد بېلابېلو پېښو خبري پوښښ ته مټې بډ وهلي او نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او تر دې چې خپل زیات شمېر خبریالان یې په دې برخه کې له لاسه هم ورکړي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز معلوماتو په اساس، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان ۴۲ خبریالان، لیکوالان او خبري رسنیو فعالان په افغانستان کې ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له ډلې یې ۲۵ تنه په نښه او وژل شوي دي او ۱۸ نور د ماین چاودنو او ښکېلو اړخونو ترمنځ نښتو کې وژل شوي دي.

وژل شوي ۱۶ تنه خبریالان او رسنیز فعالین د افغانستان وګړي دي او په دې موده کې دوه تنه ازاد خبریالان چې هغه هم د افغانستان اوسیدونکي و په پاکستان هیواد کې په نښه او وژل شوي دي او په دې وخت کې د فزیکي تاوتریخوالي، ټپي کېدو، نیونې، ګواښ او سپکاوي سلګونه قضیې پېښې شوي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس وویل: « دې حالت ته په کتو او ټولو خبریالانو ته په درناوي، د افغانستان خبریالانو مرکز د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې د کب میاشتې ۲۷ چې یوه سپینه ورځ ده او کوم ځانګړی مناسبت هم نه لري، د خبریال د ورځې په نوم وټاکو چې له له نېکه مرغه د زیات هرکلي سره مخ شو.»

قریشي زیاته کړه چې وروسته له دې به د خبریالۍ بنسټونه د کلني راپور په وړاندې کولو سره د لمریز کال پای کې د خبریالانو او رسنیزو فعالینو د هڅونې په موخه پروګرامو تر تیب او خبریالان به په خپل نوبت له دې ورځې لمانځنه وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو په اړه ویلي، په داسې وخت کې چې په هیواد کې د مهمو تاریخي ټاکنو وخت نیږدې شوی او له هیواده د بهرنیو عسکرو وتلو بهیر دوام لري، امکان لري چې د نا امنیو په زیاتېدو سره د خبریالانو پرضد ګواښونه زیات شي.

د هغه په وینا، د خبریال له ورځې په داسې وخت کې لمانځنه کوي چې په هیواد کې اوس هم خبریالانو سره په زیاته کچه تاوتریخوالی ترسره کیږي او یواځې روان کال پینځه خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او سربېره پر دې په روان کال کې د فزیکي تاوتریخوالي، ټپي کېدو، نیونې، ګواښ او سپکاوي ۷۰ قضیې ثبت شوي دي.

قریشي زیاته کړه چې دا بنسټ د افغانستان حکومت څخه غواړي چې اطلاعاتوته د لاسرسي قانون ته چې له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په دولتي ادارو کې لاس په لاس کیږي د پای ټکی کېږدي او د ډله ییزو رسنیو قانون په اړه د خبریالانو غوښتنې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه پاملرنې له امله پوره نه دی عملي شوی رسیدګي وکړي.

سربېره پر دې د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو د ګمارنې مقررې نه شتون چې د خبریالانو او ګمارونکو بنسټونو حقونوته پاملرنه پکې شوې وي نیوکه وه کړه او دې برخې ته یې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په پای کې د پرېکړه کوونکي هيئت چې د افغانستان د ۱۸ فعالو او سابقه لرونکو خبريالانو څخه جوړ شوی دی؛ د جايزو د ورکړې برخه هم د هيئت د رای په نتيجه کې د (د افغانستان د کال غوره خبريال) او (د يو عمر خبريالۍ لاسته راوړنه) جايزو د لاسته راوړلو په اړه څرګنده شوه.

د دې هيئت د پرېکړې په اساس په افغانستان کې د بي بي سي خبريال مليار صادق آزاد، د تندلاريو فکرونو سره تور لباس اغوستونکو انجونو په خاطر د افغانستان د غوره خبريال جايزې ګټونکی  او په نۍ مؤسسه کې د رسنيو د څارنې مسئول صديق الله توحيدي د يو عمر خبريالۍ لاسته راوړنې جايزه لاسته راوړه.

په پای کې د خبریال ورځې مالي ملاتړ کوونکي په توګه صافي هوایي شرکت، ملیار صادق ازاد ته دوه ټکټونه د تګ او راتګ لپاره نوي ډهلي او دوبي ښارونو لپاره صدق الله توحیدي ته یې د نوي ډهلي ته د تګ راتګ لپاره ټک ورکړ.