کابل ۲۷ غبرګولي ۱۳۹۶
د افغانستان د خبريالانو مرکز په کابل کې پر يو جومات د ځانمرګو بريدګرو له بريده د بي بي سي د معلوماتو رسونې پر طريقې د شديدې نيوکې تر څنګ؛ له دې رسنۍ غواړي چې مسلکي معلوماتو رسونې ته ژمنه پاتې شي او په مذهبي عنوانونو د ترهګريزو بريدونو موخو له قوي کولو چې يو ډول بې تفرقه خپرول دي؛ ډډه وکړي.
دوه شپې وړاندې په کابل کې د الزهرا په جومات درې ځانمرګو بريد ګرو بريد وکړ چې د کورنيو چارو وزارت په وينا د دې بريد لامله لږ تر لږه درې ملکي وګړيو او يو پوليس افسر خپل ژوند له لاسه ورکړو او اته تنه نور ټپيان شول.
مګر بي بي سي په جومات او البته غير نظامي ځای بريد د تمرکز پر ځای په عنوان او متن کې په يو ځانګړي مذهب پورې اړوند جومات په يادولو سره هڅه کړې تر څو مخاطب ته دا احساس ورکړي چې د بريدګرو د بريد لامل له ياد مذهب سره کرکه وه.
د افغانستان خبريالانو مرکز په دې باور دی چې په هېواد کې پخوانيو خونړيو کورني جنګونو، د بهرنيو لاسوهنو او نيابتي جنګ ته په پام؛ د يوې تروريستي حملې د قربانيانو مذهب ته مستقيمه اشاره د ترهګرو رواني او تبليغاتي جنګ سره يو ډول مرسته کولای شي او په هېواد کې د مذهبي کرکې خپرونې د ترويج سبب ګرځي.
دا بنسټ له ټولو هغو رسنيو چې په افغانستان کې کار کوي او يا له هېواده بهر روانو پېښو ته پوښښ ورکوي؛ غواړي چې له دقته ډېر کار واخلي او د پېښو د عاملينو او زيانمنو د انګېزې، مذهبي او يا قومي هويت لويولو څخه ډډه وکړي.

