د افغانستان د ټاکنو قانون څخه د يو شمېر رسنيو سرغړونه

کابل: ۲۵ سنبله۱۳۸۹

د ټاکنو رسنيز کميسون اعلان کړی دی چې د هېواد په مرکز او ولاياتو کې يو شمېر رسنيو د «سکوت دوره» نده رعايت کړې او د ټاکنيزو مبارزاتو او ټاکنو دقانون خلاف عمل يې کړی دی.

د سکوت دورې له اعلان څخه چې د سنبلې له ٢٤نيمې شپې څخه د سنبلې ٢٧ ماذيګر تر ٤ بجو پورې چې ټاکل شوې رايه اچونه پای ته ورسيږي، دولسي جرګې هيڅ نوماند حق نلري چې د خپلې ټاکنيزې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

د دغه قانون مطابق په دغه موده کې رسنۍ له هر ډول خبر خپرولو څخه چې په يو ډول باندې نوماندانو ته کمپاين ګڼل کېږي، منع شوي دي.

د ټاکنو د رسنيو کميسون د معلوماتو په اساس ددغې اعلاميې له نشر څخه د ازادۍ راډيو،اريانا  راډيو تلويزون، ملي، شمشاد، يک، نور، افغان، آينه تلويزونونه، سلام وطندار راډيو، په قندوز کې د زهره راډيو او د ماندګار، اوت لوک او افغانستان ورځپاڼو د ټاکنو د قانون او د ټاکنيزو مبارزو له طرزالعمل څخه سرغړونه کړې ده.

د رسنيو کميسون د پنځو غړو درلودونکی دی چې د ټاکنو د خپلواک کميسون د پوښښ لاندې فعالیت کوي څو د ټاکنو په اړه د رسنيو فعالیت وڅاري.

د کميسون په خبر پاڼه کې له رسنيو غوښتل شوي دي چې له هر ډول تصوير، کليپ، بروشور، د نوماندانو د تبليغاتو له تکراري مصاحبو، د يو نوماند په وسيله د يوې پروژې افتتاح، يا د رايې اچونې په مرکز کې د هغه شتون، د برنامې په اړه د نظر خاوندانو او ښاريانو خبرو او نظرونو له نشر څخه چې په يو ډول باندې نوماندانو ته تبلیغ ګڼل کېږي منع شوي دي.

په خبر پاڼه کې له رسنيو غوښتل شوي چې د رايې ورکوونکو د پوهاوي برنامې په انتخاباتو کې په پراخ ډول ترغیب او د ولسي جرګې د انتخاباتو پروسه خلکو ته تشريح کړي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو په دويمه دوره کې چې ټاکل شوې د سنبلې په ٢٧ ترسره شي د ٢٥٠٠ په شاوخوا کې وګړو چې له ډلې يې ٤٠٠ ميرمنې دي ځانونه نوماند کړي.

دغه نوماندان د ٢٤٩ څوکيو د ترلاسه کولو په خاطر د يوې پنځه کلنې دورې لپاره له يو بل سره سيالي کوي.