د سانسور ختمولو په اړه د ولسې جرګې د رییس ژمنه

کابل، دوشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۱

بکتاش سیاوش د ولسي جرګې/نمایندګانو مجلس د رییس له ژمنې سره خپل غذایي اعتصاب پای ته ورساوه او خبریالان هم د مجلس د ناستو خپرولو د تحریم په اړه له تصمیم څخه وګرځېدل.

د ولسي جرګې/ نمایندګانو مجلس رییس عبدالرووف ابراهیمي  د دوشنبه له غرمې وروسته د سیاوش له اووه ساعته غذایي اعتصاب وروسته د خبري رسنیو له نمایندګانو سره لیدنه وکړه.

ده وویل، "وروسته تر دې هر څه چې د ولسي جرګې په تالار کې ترسره شي له سانسور پرته به د دې مجلس د رسنیز مرکز له لارې د خبریالانو په واک کې ورکول کیږي او سربېره پر هغې عکاسان هم کولای شي تالار ته داخل شي.

د مجلس ځوان پلاوی بکتاش سیاوش چې د رسنیز کار په برخه کې کاري سابقه هم لري، نن سهار ۱۰ بجې د مجلس له ساختمانه بهر خېمه ووهله او تر نامالومه وخته یې غذایي اعتصاب پیل کړ.

سیاوش تېره اونۍ خبر ورکړی و چې د ولسي جرګې د علنې ناستو د سانسور ادامه د بیان ازادي تر سوال لاندې راوستلې ده او که دا وضعیت ادامه وکړي د مجلس په ناستو کې به ګډون ونه کړي او د غذا په اعتصاب پورې به لاس پورې کړي.

د ده په وینا، د مجلس د علني ناستو سانسور په افغانستان کې د یوه لوی پروګرام برخه ده چې باید هغه پای ته ورسیږي.

له دې سره په یوه وخت د افغانستان بېلابېلو رسنیو اعلان وکړ چې د دې محدودیتونو او سانسور د ادامې له امله به د اعتراض په توګه د مجلس ناستې تحریم کړي.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون له څلورمې مادې سره سم د دولتي بنسټونو له لوري مالوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه غیر قانوني دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مجلس او اداري پلاوي له لوري د سانسور او محدودیتونو رفع کولو څخه له مننې سره د خلکو له نمایندګانو غواړي چې د خبریالانو او رسنیو د ازاد فعالیت په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي او له هغې ملاتړ وکړي.