د خلکو ديني باورونو ته سپکاوی غندو

د خلکو ديني باورونو ته سپکاوی غندو

۲۹ میزان ۱۳۹۳

کابل: د افغانستان خبريالانو مرکز د افغانستان اکسپرس ورځپاڼه کې د خلکو ديني باورونو ته سپکاوی غندي او له دولت نه غواړي چې له دې قضيې سره قانوني برخورد وکړي.

تېره ورځ د علماو شورا او د افغانستان د مشرانو جرګې د « کفر اميز» مقالې په لوستولو له دولت نه وغوښتل چې ليکوال او د افغانستان اکسپرس ورځپاڼې مسؤلين له قانوني

دغه مقاله په ۴۵۱ګڼه کې د روان کال د ميزان د مياشتې په ۲۳نېټه د « ای جی اهوار» په قلم او د اسلام طالبان او اسلامي دولت (داعش) تر عنوان لاندې نشر شوې ده.

ليکوال په لومړي سر کې په دې وينا چې طالبان او داعش وايي چې له اسلام پرته نور دينونه او خدای وجود نلري، د مسلمانانو په باور

اهوار ليکلي دي چې مسلمانان له هر هغه شخص چې اسلام راوړي استقبال کوي مګر په مقابل کې له هر مسلمان سره چې له اسلام نه مخ اړوي بده رويه کوي او حتی د اسلام پېغمبر د دغو اشخاصو د مرګ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اکسپرس ورځپاڼې د مقالې ليکوال دغې موضوع ته په اشارې سره دې پايلې ته رسيدلی دی چې طالبان د همدې باور پر اساس د غزني  کې هزاره قوم خلک په قتل رسوي.

د هغه په وينا، له شل کالو وروسته اوس هم د اسلامي دولت ډلې (داعش) په هماغه طالباني فکر په عراق او سوريه کې ظهور کړی او وايي چې د شيعيه ګانو او بې دينه اشخاصو وژنه د اسلام د دين او پېغمبر ص د موافقت په اساس ترسره کېږي.

ليکوال وروسته زياتوي چې « زمه غواړم د مسلمانانو له خدای سره خبرې وکړم: څنګه خدای يې؟، ليونی يې؟ ايا ته د يو بې ګناه انسان وژنه تحمل کولی شې او ايا ته له هغوی سره موافق يې چې په دې ډول وضعيت تا خوشحالوي؟ خدايه ته زما لپاره د درک وړ نه يې او زه تا همالته په اسمان کې پرېږدم.

اهوار په دې وينا چې خدای نور نه له انسانانو ساتنه کوي او نه هم د هغوی عبادت ته اړتيآ لري؛ وايي چې دغه کيسه نوره ډېره ستړې او زړه شوې ده.

د افغانستان اکسپرس مقالې ليکوال په پای کې هيله ښودلې ده چې ټول دې پايلې ته رسيدلي چې خدای وجود نلري څو له انسان نه ساتنه وکړي او جنت ته د رسيدلو لپاره د انسانانو وژل او يا د خدای او پېغمبر د غوښتنو پرځای کولو لپاره له وژنې پرته بل هيڅ ندي.

د افغانستان د اساسي قانون د څلوردېرشمې مادې په اساس، د بيان ازادي له هر ډول تعرض څخه خوندي ده مګر دا پکې په ډاګه شوې چې هر فرد هر افغان حق لري خپل فکر د ويلو، ليکلو، انځور يا نورو وسيلو له لارې د دې قانون د احکامو مطابق نورو ته وړاندې کړي؛ قانون چې له اسلام سره مخالف نه وي.

د افغانستان د ټولنيزو رسنيو د قانون په پنځسلوېښتمه ماده کې د هغه اثارو جوړول، چاپ او نشر چې د اسلام د اصولو او احکامومخالف وي او همدارنګه هغه اثار او مطالب چې د هيواد د اساسي قانون سره په ټکر کې وي ممنوع شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د اساسي قانون او د هيواد د ټولنيزو رسنيو د قانون په اساس د بيان له ازادۍ او د ازادو رسنيو د فعاليت نه ملاتړ کړی او په ډاګه يې ويلي چې ددغو قوانينو رعايت الزامي دی او دولت کولی شي ددغه قوانينو مطابق له مخالفينو سره برخورد وکړي.