د اجمل نقشبندي ځانګړې جایزه یو خبریال او یو انځورګر ته ورکړل شوه.

د اجمل نقشبندي ځانګړې جایزه یو خبریال او یو انځورګر ته ورکړل شوه.

کابل، ١١ ثور ١٣٩٢

د اجمل نقشبندي جایزه چې د سولې یوه ځانګړې جایزه ده د ۸ صبح ورځپانې خبریال اکبر رستمي او ازاد خبریال سید جان سباوون ته ورکړل شوه.

فهیم دشتی، رئیس اجرایی اتحادیه ملی ژورنالیستان افغانستان، که مبتکر اهدای جایزه‌ی ویژه اجمل نقشبندی، است گفت که این جایزه همه ساله به خاطر تقدیر از خبرنگاران و همزمان با فرارسیدن روز جهانی آزادی مطبوعات، اهدا می شود.

د افغانستان ژورنالیستان ملي اتحادیې رئیس فهیم دشتي چې اجمل نقشبندي جایزې ورکړې مبتکر دی وویل چې چې دا جایزه هر کال د خبریالانو ستاینې په موخه او د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې را رسېدو په  موخه ورکول کیږي.

د هغه په خبره د اکبر رستمي وروستیو دوه څېړنیزو راپورونو او ازاد عکاس سید جان سباوون د پرلپسې ګواښونو سر بیره یې په ډیر زیار سره خپل کار ته دوام ورکړی د دې جایزې وړ ترلاسه کوونکي وپېژندل شول.

رستمي د جدي په ۲۷۱۳۹۱کال، د «د لويو ځمکه خوړونکو د نومونو افشا» په راپور او د روان کال د حمل ۱۱ د «افغانستان معدنونه غلا کېږي» راپور جوړ کړی و چې د ۸صبح ورځپاڼې کې خپور شو.

هغې په درې راپورونو کې «په افغانستان کې د لوی مالي فساد» په ځانګړې توګه د یو شمیر افغان چارواکو ترمنځ جزیاتو څخه پرده پورته کړې ده.

د اجمل نقشبندي د ځانګړې جایزې ورکړې مراسم چې کابل کې د یو شمېر خبریالانو او رسنیو مسوولینو په ګډون ترسره شول یو شمېر حکومتي چارواکو له ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین دین محمد مبارز راشد پکې ګډون کړی و.

دا مرحوم افغان خبریال اجمل نقشبندي د ایټالوي خبریال دانیل ماسترو جیاکومو او موټر چلوونکي سید اغا سره په ۱۳۸۵ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۵ نېټه د وسله والو طالبانو قومندان ملا داد الله امر لاندې وسله والو د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ څخه وتښتول شوو.

وسله والو طالبانو ویلي وو چې دا درې تنه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته په غیري قانوني ډول داخل شوي دي او اعلان یې کړی و په هغه صورت کې چې په بند کې د دوی قومندان خوشې شي نیول شوي کسان به هم ازاد کړي.

طالبانو په لومړي سر کې په افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه په ایټالیا هیواد باندې د فشار راوستو او خپلو غوښتنو منلو په موخه موټر چلوونکی سید آغا په ډیرې بې رحمۍ سره وواژه.

وسله والو طالبانو وروسته له هغې چې له زندانه یې پینځه قومندانان ازاد شول، ماسترو جیاکومو یې خوشې کړ خو اجمل نقشبندي یې د ۱۳۸۶ لمریز کال ورې میاشت په ۱۹ نېټه ووژلو.

له دې پېښې یو کال وروسته د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبريالۍ د «سولې» جايزه ددغه خبريال په نوم اعلان کړه تر څو دهغه خاطره ژوندۍ پاتې شي.