په ژوندون تلویزیون د حملې غندنه کوو

په ژوندون تلویزیون د حملې غندنه کوو

سه شنبه،‌ ۱۹ سنبله ۱۳۹۲

د ملي قهرمان د شهادت دولسم تلین لمانځلو مراسیمو پرمهال کابل کې د ژوندون تلویزیون پر ودانۍ د یو شمیر احساساتي اشخاصو حمله غندو.

د طالبانو پر ضد د مقاومت قومندان احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ لمریز کال وږې میاشتې په ۱۸ مه نېټه د القاعده شبکې پورې تړلو دوه ځان وژونکو غړو په حمله کې ووژل شو او وروسته بیا د اساسي قانون لویې جرګې هغه د ملي قهرمان لقب ورکړ نو له همدې امله هر کال د هغې څخه د شهید ورځې په توګه لمانځه کیږي.

د ژوندون تلویزیون مسوولین وایي تیره ورځ یوشمېر کسانو د ملي قهرمان ورځې په پلمه غوښتل د هغه انځورونه د دې تلویزیون په دیوال باندې را وځړوي چې د دې رسنۍ ساتونکو له غبرګون سره مخ شوي ، لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې او وروسته د دواړه اړخونو ترمنځ فزیکي نښته شوې ده او حمله کوونکو په ډزو پېل کړی.

ویل شوې په دې پېښه کې ښکېلو اړخونو ته زیان نه دی رسېدلی مګر د دې تلویزیون ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

د انساني حقونو سره سم، یو تن یا شخص دوست لرل او یا نه لرل د انسان د لومړنیو حقونو او د ولسواکۍ او یا د یموکراسۍ شاخص دی او هغه باید عملي او رعایت کړي او هیڅ شخص، ډله او تر دې چې حکومت هم نشي کولی خلک د یو شخص دوست لرلو او یا نه لرلو ته تیار کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز یو ځل بیا دا پېښه په کلکو ټکو غندي او  د افغانستان له حکومت څخه غواړي هغه وپلټي او ترسره کوونکي یې قانوني تعقیب کړي.

د ازادو رسنیو او د بیان له ازادۍ د ملاتړ دا بنسټ په ورته وخت کې د ژوندون تلویزیون څخه غواړي، چې په خپلو خبرونو او راپورونو کې د ژورنالېزم اصولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

دا تلویزیون د یو شمېر خلکو له لورې په دې تورن شوی چې د شمېر خپرونو خپرول یې ملي وحدت ته زیان رسوي.