کابل ۱۶ لړم ۱۳۹۶
د افغانستان د خبريالانو مرکز په کابل کې د شمشاد تلوېزيون پر ودانۍ د ځانمرګو بريدګرو بريد؛ په افغانستان کې په ټولو رسنيو او د بيان پر ازادۍ بريد ګڼي او په کلکه يې غندي.
د شمشاد تلوېزيون د خبري څانګې مسئول عابد احساس چې په دې پېښه کې برسېرن ټپي شوی دی، خبريالانو ته وويل چې بريدګرو لومړی د دې رسنۍ يو ساتونکی وژلی او بيا د تلوېزيون ودانۍ ته په ننوتو يې کارکوونکي تر بريد لاندې نيولي دي.
د امنيتي مسئولينو لومړني معلومات دا په ډاګه کوي چې د دې رسنۍ لږ تر لږه ۲۰ تنه کارکوونکي ټپيان شوي دي؛ مګر ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي.
داعش ډلې د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخېستی دی.
دا بريد نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې پيل او وروسته له شاوخوا درې ساعته وروسته او د ځانګړو ځواکونو له خوا د بريدګرو په وژلو پای ته ورسېد.
د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايوي رئيس احمد قريشي په يوه بيانيه کې ويلي: «دا وحشي بريد نه يواځې پر شمشاد تلوېزيون؛ بلکې د افغانستان په ټولو رسنيو بريد دی او په کلکه يې غندو.»
نوموړي زياته کړه:« په شمشاد کې د خپلو همکارانو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ، د دې رسنۍ د عاجل فعاليت پيلولو لپاره د دوی هڅې ستايو او د افغانستان له حکومته غواړو چې د هېواد د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب لپاره لازم تدابير ونيسي.

