د وست تیمز لندن کالج څخه د افغانستان خبریالانو مرکز مرستیال لیدنه

د وست تیمز لندن کالج څخه د افغانستان خبریالانو مرکز مرستیال لیدنه

لندن، پنج شنبه ۲۶ دلو

د افغانستان خبریالانو مرکز مرستیال ذبیح الله نوري د ویست ټیمزلندن کالج رسنیو ډیپارټمنټ په بلنه له دې کالج څخه لیدنه وکړه.

په دې رسمي لېدنه کې نوري په وروستۍ یوله لسیزه کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو فعالیت په اړه د وست تیمز کالج استادانو او محصلینوته معلومات ورکړل

هغې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ د دندې پرمخ وړلو پرمهال د هغه ستونزو یادونه هم وکړه چې خبریالان ورسره مخ دي.

د افغانستان خبریالانو مرکزمرستيال د دې کالج استادانو او محصلینو ته وویل چې د افغانستان رسنیو په وروستۍ یوه لسیزه کې د کمیت او کیفیت له اړه په سرعت سره پراختیا وکړه او ګاونډیو هیوادونو په پرتله یې د لېدو وړ لاسته راوړنې درلودې.

نوري په ځانګړې توګه د سمیع مهدي له لورې د نایت نړیوالې جایزې او د مسعود حسیني له لورې د پولیتر جایزې تر لاسه کول د افغانستان رسنیو د فعالیت پراختیا او کیفي پرمختګ برخه کې د نمونې په توګه یادې کړې.

هغې د خبریالانو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه وویل چې حکومت، وسله والو مخالفینو، سیمه ییزو زور واکو له لورې د پرلپسې ګواښونو او فشارنو زیاتېدو سربېره هغوی د خلکو خبرونې او د بیان ازادۍ او د رسنیو بنسټیز کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوري په دې لېدنه کې د افغانستان خبریالانو مرکز جوړېدو او د خبریالانو ملاتړ او رسنیو مسلکي توب برخه کې د هغوی فعالیت په اړه هم معلومات ورکړل او په دې برخه کې د ترسره شوو کارونو په اړه یې د وسټ تیمز کالج استادانو او محصلینو ته معلومات ورکړل.

د افغانستان خبریالانو مرکز مرستیال په پای کې د وسټ ټیمز لندن کالج استادانو او محصلینو ته د دې بنسټ پراختیایي کړنلاره/ ستراتیژي هم تشریح کړه او په دې برخه کې د دې کالج د مرستې غوښتونکی شو.