د بشري حقوقو څارونکي: په افغانستان کې خبريالان له هر اړخه د تاوتريخوالي او ويرې سره مخ دي.

د بشري حقوقو څارونکي: په افغانستان کې خبريالان له هر اړخه د تاوتريخوالي او ويرې سره مخ دي.

چهارشنبه ١دلو ۱۳۹۳

کابل د بشري حقوقو څارونکي د بشري حقوقو د نړيوالې ټولنې د مدافع په حواله وايي چې حکومت او امنيتي ځواکونو له لوري د افغانستان خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى او تهديد زيات شوى دى.

دغې ټولنې په دې اړه نن خپل راپور خپور کړى.

په دغه ۴٨مخه راپور کې چې ( راپور ورکونه بس کړه ګنې کورنۍ دې وژنم)  تر نامه لاندې نشر شوى راغلي چې د افغانستان د رسنيو د ازادۍ او افغان خبريالانو پر وړاندې پېښو د افغانستان رسنيو لاسته راوړنې چې په٢٠٠١ کال کې ترلاسه شوې وې له خطر سره مخ کوي.

د بي بي سي د راپور په اساس د بشري حقوقو څارونکو  په دغه راپور کې تاوتريخوالى، ويره او په خبريالانو باندې حملې د دغو اقداماتو د عاملينو د بررسۍ او نيونې په اړه  د افغان حکومت ناتواني څخه يادونه شوې ده.

ددغه راپور ليکونکي ويلي چې پر خبريالانو باندې د طالبانو حملې د نامطلوبو مطالبو د راپور په اساس په افغانستان کې د ويرې په رامنځته کولو کې مرسته کړې او زياته کړې يې ده چې د افغانستان حکومت بايد په قطعي ډول د ويرې او تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي او طالبان بايد په غيرى نظامي مرکزونو او بنسټونو باندې خپلې حملې ودروي.

په آسيا کې د بشري حقوقو د څارونکي مدير لومړى مرستيال فيلم کاين ويلي دي چې له ٢٠٠٢ کال څخه وروسته حکومتي مقاماتو، جنګسالارانو او افغان مخالفينو د قانوني مواردو په نظر کې نيولو پرته د لسګونو خبريالانو تهديد او قتل ته ادامه ورکړې.

او ولسمشر اشرف غني بايد عاملين سرکوب او د خپلې انتخاباتي وعدو له مخې د رسنيو د ازادۍ ساتنې لپاره قانوني عمل وکړي.

دغه سازمان خبر ورکړى چې د حکومتي او غيرى حکومتي شخصيتونو له لوري د  ويرې او تاوتريخوالي زياتوالى او د حکومت له لوري د دوى د ساتنې نشتوالى او د نړيوالې ټولنې د ملاتړ کمښت په افغانستان کې د رسنيو ازادي په خطر کې اچولې ده.

د بشري حقوقو د څارونکو د څېړنو په اساس هغه خبريالان چې له هيواد څخه د باندې د کار ليواله دي زياتره يې د زور واکو کسانو او ډلو د تهديد لاندې دي، په داسې حال کې چې د افغانستان د لويو رسنيزو بنسټونو او نړيوال ملاتړ څخه هم نه برخمن کېږي.

ويل کېږي چې ښځينه خبريالانې له سختو ننګونو سره مخ دي، همدارنګه ټولنيز او کلتوري خنډونه په ښاري او اطرافي سيمو کې د هغوى د کار محدودوي، او د هغوى ستونزې لکه جنسي زورونې لا زياتوي.

په دغه راپور کې يادونه شوې چې ولسمشر اشرف غني د خپلو انتخاباتي مبارزو په جريان کې وعده کړې وه ټول هغه تورونه چې  د کوم اساس پرته د سياسي انګېزو له مخې د خبريالانو پر وړاندې مطرح شوي لغوه کوي او مسٶل افراد به تر څارنې لاندې نيسي.

په عين حال کې د خبريالانو د حقوقو د تلف کېدو په صورت کې د شکايت لپاره د لازمو بنسټونو او د رسنيو پر فعاليت باندې د قوانينو او مقرراتو د کاملې اجرا د تضمين نشتون په افغانستان کې  د رسنيو د عمده خنډونو څخه دي او د افغانستان حکومت بايد د خبريالانو، رسنيزو بنسټونو او د رسنيو د حقوقو له څارونکو سره د همکارۍ لپاره داسې ميکانيزم ايجاد کړي چې هغوى وکولاى شي پر هغوى د حملې او تهديد موارد هغه ته راپور کړي.

د بشري حقوقو د اسيا د برخې مدير لومړى مرستيال وايي د قوانينو اصلاح د هغو شرايطو په تضمين او جوړښت کې حياتي ګام دى چې افغان خبريالان وکولاى شي خپلو فعاليتونو ته پکې ادامه ورکړي، اما ددې لپاره چې هغوى پوره ډاډمن شي چې پرته له دې څخه چې خپل ځان په خطر کې واچوي کار کولى شي، د افغانستان حکومت بايد امنيتي تهديدونه له هرې خوا څخه تر کنټرول لاندې ونيسي.