کابل، ۱۴ قوس ۱۳۹۲
د افغانستان خبریالانو مرکز د ولسمشر او مشرانو جرګې له لورې چې د یوې شخصي رسنۍ نژادي کرکې خپرولو باندې نیوکه کړې هرکلی او ملاتړ کوي او له حکومت غواړي هغه اشخاص او رسنۍ چې د داسې اعمالو په ترسره کولو سره د ژونالیزم له اوصولو سرغړونه کوي قانوني چلند وکړي.
لیدل کیږي چې یوشمېر مغرض او موقع غوښتونکي اشخاص په هیواد کې د بیان له پراخې ازادۍ څخه د یو شمیرې شخصي رسنیو له لارې قومي او مذهبي توپیرونو ته لمن وهي او له بده مرغه د حکومت د بې پروایی له امله، دا ډول ناوړه کارونه په دې وروستیو کې زیات شوي.
د یوې رسنۍ د غیري اصولي فعالیت تازه بېلګه کې، چې د ژوندون شخصي تلویزیون یو ګردي میز کې چې د قوم نوم ثبتولو په بهانه برابر شوی و، د هیواد زیات شمېر وګړو او د هیواد یوې ملي ژبې ته سپکاوی شوی دی چې حساسیتونه یې را پارولي دي.
دې موضوع ته په غبرګون کې د پنجشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر رسنۍ په ژبني او قوم تعصب وهلو او د ملي یوالي په لمنځه وړلو تورنې کړې او وې ویل چې باید د هغوی پرضد عمل وکړي.
د مشرانو جرګې دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمېسیون په رسمي ناسته کې ژوندون تلویزیون د نفاق اچونکو خپرونو په خپرولو تورن کړ او د دې رسنۍ د فعالیت جواز د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
د مشرانو جرګې او حکومت د رسمي غبرګون سربېره، ټولنیزو رسنیو کارونکو دې موضوع ته غبرګون ښودلی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.
له توندو نیوکو وروسته، هغه شخص چې ګردي میز کې یې د شنونکي په توګه ګډون کړی او د نژاد غوره والي په اړه یې څرګندونې کړې وې له خپلو دې څرګندونو له امله بخښنه وه غوښته.
د افغانستان ژورنالیستانو مرکز د هیواد وګړو هویت باندې هر ډول تېری او توکمیز او نژادي توپیر د ژونالیزم اصولو او د انساني او دیني اصولو خلاف عمل بولي او په دې باور دی چې
د افغان ژورنالستانو مرکز د هیواد د اتباعو او توکمیز او مذهبي بریا په اړه د ژورنالیزم د اصولو او د بشري او مذهبي ارزښتونو پر خلاف کوم څرګند سرغړونه ده او د رسنیو قانون ته نه پاملرنه او یا هغه کسان چې د رسنیو له لارې کرکه خپروي د ژورنالیزم مسلک ته سخت زیان رسوي.

