کابل، جمعه ۱۴ میزان ۱۳۹۱
د افغانستان د رسنيزو بنسټونو، رسنیو او خبریالانو د مسوولینو پلاوي په یوه ګډ سفر کې روسیې ته لاړل.
دا یو اوونیز سفر د افغانستان خبریالانو مرکز له لوري او د وګړو له ډيپلوماسۍ څخه د ملاتړ بنسټ، نووستي خبري اژانس او په روسیه کې د معاصر افغانستان د مطالعو مرکز په بلنه، په لاره اچول شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز رییس احمد قریشي وویل چې په دې سفر کې له نووستي خبري اژانس، د روسیې خبریالانو سراسري اتحاديې، کمرسانټ ورځپاڼې، د روسیې لومړۍ ټلویزیوني شبکې او ژونالیزم له انسټیټیوټ څخه لیدنه او له مسولانو سره کتنه هم شامل وو.
خبریالانو د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي نماینده ضمیر کابلوف او په مسکو کې د افغانستان له سفیر عزیزالله کرزي سره هم ولیدل.
د مسکو له دیني ځایونو څخه لیدنه هم د دې ۱۲ کسیز پلاوي په کاري پروګرام کې ځای پر ځای شوی و.
دا روسیې ته د افغانستان د خبریالۍ د بنسټونو مسوولینو، رسنیو او خبریالانو لومړی سفر دی چې په تېرو لسو کلونو کې کیږي.

