کابل، ۱۲ زمری ۱۳۹۳
د افغانستان خبریالانو مرکز کابل کې د پژواک خبري اژانس په خبریال عزیز الله همدرد وسله والو حمله چې د دهغه د ټپي کېدو لامل شوه، په سختو ټکو غندي.
پژواک خبري اژانس ویلي چې دا ځوان خبریال د کابل ښار ۱۵ مې امنېتي حوزې اړوند خواجه بغرا سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغلی او په چپه پښه ټپي شوی دی.
عزیز الله په ایمرجنسي روغتون کې بستر شوی او روغتیایي حالت یې ښه ښودل شوی دی.
ویل کیږي چې حمله کونکې له سیمې تښتېدلي او هویت یې نه دی معلوم. د کابل پولیسو تر اوسه د دې پېښې په اړه نظر نه دې څرګند کړی.
د افغانستان خبریالانو مرکز د دې پېښې رامنځته کېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه، له امنېتي ځواکونو غواړي ترڅو د دې پېښې عاملین په نښه او د قانوني عمل په ترسره کولو سره د خبریالانو د ازاد کار برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
له خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ په دې باور دی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او پرلپسې فشارونو دوام د خبریالانو د ځان سانسورونې لامل کیږي او له هر څه ډیر د خبریالۍ مسلک زیانمنوي نو له همدې امله غواړو له دې پېښو سره په جدي ډول مقابله وشي.
د افغانستان خبریالانو مرکز همدا رنګه له عدلي او قضایي بنسټونو غواړي د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیوته په رسیدنې سره اجازه ورنه کړي چې تاوتریخوالی، خپلسري او له قانون څخه تېښته په یو کلتور بدله شي او د رسنیو ازاد فعالیت ته خنډونه پیدا کړي.

