د رسنيوشکايتونو او سرغړونو بررسۍ پر کميسون د اطلاعاتو او کلتور وزير د رياست طرح تصويب شوه.

د رسنيوشکايتونو او سرغړونو بررسۍ پر کميسون د اطلاعاتو او کلتور وزير د رياست طرح تصويب شوه.

۸دلو۱۳۹۳

کابل: وروسته له هغې چې د ملي شورا ګډ کميسون توافق ته ونه رسېدل د رسنيو د سرغړونو پر کميسونو باندې د اطلاعاتو او کلتوروزير د رياست په اړه، د مشرانو جرګې په دغه کميسون باندې د وزير رياست تصويب کړ.

د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کميسونو رئيس کمال ناصر اصولي دغه موضوع د دغې جرګې په عمومي ناسته کې چې نن ورځ چهارشنبه ترسره شول بيان کړه.

هغه وويل چې د ۲۴۳استازو له مجموعې څخه چې په دې ناسته کې حاضر و ۲۳۱تنو رايې ورکړې چې د اطلاعاتو او کلتور وزير د رسنيو سرغړونو ته د رسيدګۍ کميسون په راس کې پاتې شي.

د رسنيو عمومي قانون د ۴۲، ۴۳ ۴۴موادو په اساس د  د تغير طرح د تېر کال د ميزان په مياشت کې چې مهمه برخه يې د رسنيو تخلفاتو ته د لاسرسي په نوم د يو نوي کميسون جوړيدل و، د حکومت له لوري ولسي جرګې ته ارايه شو.

دغه قانون په ۱۳۸۸کال تغير او په ۵۴مادو د ملي شوار له لوري تصويب شو او د سرطان په ۱۵ نافذ شو.

د کميسيون په اړه د دغه قانون ۴۲ماده او د رسنيو ۴۳ماده د رسنيو شکايتونو ته د لاسرسي په برخه کې ددغه کميسيون د وظايفو اوصلاحيتونو د هغه له جملې څخه د شکايتونو ته د رسنيو لاسرسی او عدلي مرجعو ته د رسنيو جرمي سرغړونو مشخص کول.

د اطلاعاتو اوکلتور پخوانی وزير سيدمخدوم رهين د رسنيو ددغه قانون په ناقص ګڼلو، د رسنيو د کميسيون د تشکيل مانع شو او سربېره پر دې د رسنيو سرغړونو ته د لاسرسۍ کميسيون چې لغوه شوی و او په نوي قانون کې موجود نه و بيا فعال کړو.

ولسي جرګې تېر کال د ميزان په ۶په دې اړه حکومت د حکومت پشنهاد تصويب کړ.

مګر ددې مصوبې په اړه د مشرانو جرګې په مخالفت د دواړو مجلسونو ګډ هئيت تشکيل شو تر څو په دې اړه توافق ته ورسيږي او دغه کميسيون ونه توانيد چې دغه اختلاف پای ته ورسوي.

د کمال ناصر اصولي په وينا د هېواد داساسي قانوند ۱۰۰مادې مطابق هر کله چې د دواړو ملي شورا ګانو ګډ هئيت ونشول کولی د يوې طرحې د حل لپاره نتيجې ته ورسيږي، ذکر شوې طرحه د د ولسي جرګې له دريو د دوه برخو د رايو په تائيد تصويب او د تطبيق وړ ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزير په رياست د رسنيو سرغړونو ته د لاسرسۍ کميسيون ايجاد په داسې حال کې قطع کېږي چې د ازادو رسنيو مدافع بنسټونو د پخواني وزير ددغه کميسيون د فعاليتونو د ادامې په خاطر دغه اقدام په غيرقانوني ګڼلو سره ددغه کميسيون د لغوه کېدو غوښتونکي شول.

د حکومت اجرايه رئيس عبدالله عبدالله تېره مياشت د دغه کميسيون د لغوه په اړه د ټولنې د استازو په غوښتنې په باره کې وويل چې له رئيس جمهور سره په مشوره به دغې غوښتنې ته رسيدګي وشي. پژواک