د اينې خصوصي ټلويزيون فعاليت بند شو

۱۴۰۰ سلواغې ۲۷

کابل- د اينې خصوصي ټلویزیون فعالیت له څه باندې ۱۸ کلونو وروسته د مالي ستونزو له امله پای ته ورسېد.

اينه ټلویزیون لومړنی خصوصي ټلویزیون ګڼل کېږي، چې په ۱۳۸۳ کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې له نسکورېدو وروسته يې په کابل کې فعاليت پیل کړ.

دغه ټلویزیون د افغانستان د «جنبش ملي اسلامي ګوند» د مشر او د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د اينې ټلوېزيون خپرونې زياتره په ازبکي ژبه وې او د هېواد په شمال او په تېره بيا په جوزجان او فارياب ولايتونو کې يې ډېر ليدونکي درلودل.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴د وروستي بدلون او د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د ډېرو رسنيو فعاليتونه بند شول. د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو لسيزو کې (د کابل له سقوط مخکې) په هېواد کې څه باندې ٢٠٠ راډيوګانې او شاوخوا ١٠٠ تلويزيوني چينلونه او لسګونه چاپي او انلاين خپرونې جوړې او فعالې شوې وې؛ خو په تېرو شپږو میاشتو کې د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا د لګېدلو محدودیتونو له امله تر نیمايي زیاتو رسنيو فعاليتونه ودرېدلي او شاوخوا ۳۰ سلنه یې د بندېدو په درشل کې دي او په ورځ کې يوازې څو ساعته یوازې فعالیت کوي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د اينې تلويزيون د بندېدو په اړه د خپل تاثر په څرګندولو سره، د دې بهير د دوام او د ازادو رسنيو د محدوديت او د هېواد د رسنيو د ټولنې د کمرنګه کېدو په اړه سخت اندېښمن دى او هيله لري چې د اوسنيو مالي ستونزو او محدوديتونو په لرې کولو سره ازادې رسنۍ خپل واقعي ځای ومومي او خلک د بیان د ازادۍ له اساسي حق څخه برخمن شي.