د خبريالانو او رسنيو د امنيت ګډې کمېټې په کار پيل وکړ.

د خبريالانو او رسنيو د امنيت ګډې کمېټې په کار پيل وکړ.

کابل ۱۱ تلې ۱۳۹۵

 د خبريالانو او رسنيو د امنيت تامين لپاره د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيو فدراسيون او حکومت تر منځ د همغږۍ ګډې کمېټې لومړنۍ ناسته د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش تر رياست لاندې په ارګ کې جوړه شوه.

د ولسمشر دوهم مرستيال د ګډې کمېټې د کار په پیل د خوښۍ تر څنګ؛ دا کار د بيان آزادۍ د بنسټي کېدلو په برخه کې يو مخ پر وړاندې ګام وګڼلو.

نوموړي وويل: د بيان آزادي د څو سره تړلو اصلونو محصول دی چې د افغانستان د نظام سياسي او حقوقي اساس جوړوي او دا اصول له يو بله جلا او بېل لازم ګټور نه شي ثابتېدلی.

دانش زياته کړه:«ولسواکي،  زيات پالنه، بشري حقونه، برابري، ټولنيز عدالت او خپلواکي هغه اساسي اصول دي چې د افغانستان سياسي او حقوقي نظام بنسټ پرې اېښودل شوی دی.»

د ولسمشر دوهم مرستيال د آزادۍ د حق نه سلبول او او د خلکو د آزادۍ حق څخه د ګټې اخېستنې په زمينې برابرولو کې د دولت مکلفيت د آزادۍ اصل جوړوونکي عناصر ياد کړل او ويې ويل چې دا اصول د افغانستان د خلکو د مبارزو د اساسي ارزښتونو د مجموعې محصول دي او له بل هيڅ شي حتی سولې سره هم د تبادلې وړ نه دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې اړتيا ته په ستراتېژيک نظر کتلي او په دې لاره کې رښتينې هڅه کوي؛ مګر سوله هيڅکله د افغانستان د خلکو د مبارزو د محصول او لاسته راوړنو او د آزادۍ او عدالت د اساسي ارزښتونو د قرباني کولو په مانا نه ده.

دانش دې ته په اشارې چې د بيان آزادي د افغانستان د سياسي نظام اساسي اصولو محصول ده؛ رسنۍ يې د بيان آزادۍ ښکاره کوونکې او سمبول وګڼلې او يادونه يې وکړه چې په افغانستان کې هم له ديني او د هم له حقوقي لحاظه او نړيوالو تعهداتو د بيان آزادي خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري او حکومت يې په ساتلو او تأمين مکلف دی.

نوموړي د قران کريم آيات، د افغانستان اساسي قانون او نړيوالو اسنادو ته په اشارې وويل:«د بيان آزادي لومړی يو بشري حق دی، دويم د سلبولو وړ نه دی او دريم دا چې د حکومتونو له خوا يې جدي ملاتړ وشي.»

د حکومت دې ارشد مقام پر دې ټينګار سره چې د بيان آزادي او د رسنيو فعاليت له قانوني، عدلي او قضايي او سياسي جهتونو څخه ملاتړ لري؛ وويل چې په وروستيو کې يې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې له دې سازمانه مې وغوښتل تر څو د خبريالانو او رسنيو ستونزو ته د رسېدنې لپاره په افغانستان کې ځانګړی استازی معرفي شي چې دا غوښتنه به د هېواد رسنيزې ټولنې استازو سره په همغږۍ تعقيب کړو.

نوموړي د ژورنالېستانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب د تأمين کړنلارې د تصويب په برخه کې هم وويل چې د دې سند تصويب او د ګډې کمېټې د کار پيل د اړوندو بحثونو د عملي کېدو په لاره کې مهم ګام دی.

هغه وويل: د دې طرزالعمل تطبيق يواځې د حکومت دنده نه ده او په کار ده چې د مسئولو بنسټونو سره په همغږۍ په دې برخه کې عملي اقدامات وشي. استاد دانش د ګډې کمېټې د ناستو جوړېدو پر چټکتيا، د لومړيتوبونو په پېژندلو، د طرزالعمل روښانه کولو او اجرايه جوړښت باندې هم ټينګار وکړو.

په دې ناسته کې د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري د خبريالانو د اندېښنو او وړانديزونو په وړاندې د حکومت د موقف او ژمنې په برخه کې، د ملي امنيت شورا مرستيال فيض الله ذکي د طرزالعمل د تصويب مرحلو، اهميت او ضرورت په اړه يې او د افغانستان ژورنالېستانو او رسنيو ملي فدراسيون استازي فهيم دشتي د ياد طرزالعمل په اړه د خبريالانو وړانديزونو او رسنيو ژمنتيا په باره کې خبرې وکړې.

په ناسته کې د يادو شويو بحثونو ته په پاملرنې پرېکړه وشوه چې ژر تر ژره د طرزالعمل د تطبيق لپاره ولايتي ګډې کمېټې رامنځته شي.

همدارنګه په دې ناسته کې کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب د تامين په موخه د همغږۍ مرکز او ملي امنيت عمومي رياست ته لارښوونه وشوه چې د رسنيو او ژورنالېستانو پر وړاندې د ګواښونو د تثبيت او لمنځه وړلو مرکز چې د ملاتړ مرکز په نوم ياديږي؛ جوړ کړي.

د ګډې کمېټې په لومړنۍ ناسته کې له لويې څارنوالۍ ادارې هم وغوښتل شول چې راتلونکې ناستې ته د تصميم نيونې لپاره د خبريالانو او رسنيو اړوندو قضيو او په ځانګړي ډول د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي قضيو راپور ورکړي. کمېټې همدارنګه د افغانستان د خبريالانو له فدراسيون هم وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب طرزالعمل تر بررسۍ لاندې ونيسي.

ارګ