د «زنبیل غم» میاشتنۍ بیا په فعالیت پیل وکړ

کابل، ۵ جدی ۱۳۹۰

د «زنبیل غم» د نطر او کارټون میاشتنې له څلور کلن ځنډ وروسته دوباره د هېواد چاپي رسنیو سره یو ځای شوه.

دا د کابل چاپ میاشتنۍ چې بېلابېل سیاسي، ټولنیز او اقتصادي موضوع ګانې د طنز او کارټون په غېږه کې خپروي. د ۱۳۷۶ کال د فعالیت له وخته تر اوسه دوه ځله بنده شوې ده.

د زنبیل غم میاشتنۍ دویم ځلي فعالیت، د جدي په ۵مه دوشنبه ورځ په رسمي توګه د ځینو طنز لیکونکو، لیکوالو او خبریالانو په شتون کې په کابل کې اعلان شو.

د دې میاشتنۍ مسوول مدیر محمد اکرم عثمان وویل چې دا میاشتنې په ۱۳۸۶ کال کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله له خپرولو پاتې شوه، خو دی له هغه وخته تر اوسه تل په دې هڅه کې و چې د زنبیل غم میاشتنۍ بیا فعاله کړي.

ده وویل چې د افغانستان د ازادې ټولنې موسسې مرسته کړې چې دا میاشتنې بیا فعالیت پیل کړ.

د زنبیل غم نوې میاشتنې نوې شمېره له ۳ زرو نسخو څخه په پښتو او دري ژبو خپره شوې ده.