په کلات کې د پژواک خبریال نیول کېدل

 په کلات کې د پژواک خبریال نیول کېدل

کابل، یک شنبه د غبرګولي ۲۲مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په زابل ولایت کې د پولیسو له لوري د پژواک د خبريال د نیولو د غندلو ترڅنګ د یاد خبریال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکی دی.

د پژواک خبري اژانس له راپور سره سم، د یاد خبري اژانس خبریال بسم الله پښتون مل د شنبه سهار د غبرګولي ۲۱مه وروسته له هغې، چې د یاد ولایت څارنوال عبدالهادي همکار دفتر ته د یو راپور د خپرېدو په تړاو ورغلی وو، ونیول شو.

په دې راپور کې راغلي، چې بسم الله پښتون مل د یاد ولایت د څارنوال په امر د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د پژواک خبري اژانس د ولایتي چارو مسؤول د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، یاد خبریال د څارنوال په تړاو د یو خبر له امله، چې د چهار شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۸مه خپور شو، نیول شوی دی.

هغه وویل:« په دې راپور کې د زابل په څارنوالۍ کې د يوې سرچینې له قوله لیکل

شوي و، چې د یاد ولایت څارنوال د اداري فساد له امله د خلکو له شکایت وروسته له دندې ګوښه شوی دی.»

جاوېد همیم ټینګار وکړ، که د زابل ولایت څارنوال د یاد راپور په تړاو شکایت لري، هغه دې د رسنیو د شکایتونو څېړنې او سړغړونو ته د رسېدنې کمېټې له لارې وڅاري او د یاد خبریال غیر قانوني بند ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کاري فعالیتونو په تړاو د امنیتي ځواکونو له لوري د خبریالانو هر ډول احضار یا نیول غیر قانوني بولي او له ټولو چارواکو او دولتي ادارو څخه غواړي، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې له هر ډول خپل سري چلند څخه ډډه وکړي.

له قانون سره سم د خبریالانو، رسنیزو فعالانو او یا رسنیو د مسلکي فعالیت په تړاو شکایتونو ته رسېدنه د رسنیزو شکایتونو د څیړنې او سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون له صلاحیتونه څخه دي او په دې برخه کې د اشخاصو او بنسټونو پر ډول اقدام د قانون خلاف بلل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ورته کړنې د رسنیز کار د محدودېږو په برخه کې د وېرې وړ بولي او د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د خپل سرو اقداماتو مخه ونیسي.

د افغانستان خبریال په تېرو کلونو کې د خپلو کاري چارو له امله د وسله والو مخالفینو تر فشار لاندې وو او یاد ګواښل کېدل او د دولت په بېلابېلو برخو کې د قانون ماتونې او څلاف کړنې د يوې ټولنې د اغېز منونکي او اړین قشر په توګه د خبریالانو زیانمنېدو کچه زیاته کړې ده.