کابل، دوشنبه د ۱۳۸۹ د تلې ۲۴مه
د کابل ولایت پولیس وایي، چی د ملي تلویزیون د نوموتي ویاند او د افغانستان د ژورناليستانو ټولنې مرستيال سید حامد نوري د وژنې په تړاو یې د یادې پېښې څلور ته عوامل، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
سید حامد نوري د دوشنبه په شپه د وږي میاشتې په ۱۵مه د کابل ښار زړو مکروریانو په سیمه کې د خپل کور څخه بهر د نا پېژانده وسله والو له لوري په بې رحمۍ د چاقو په وسیله ووژل شو.
جمهور رئیس حامد کرزي له هغې وروسته امر کړی وو، څو په دې تړاو څېړنې وشي. د کابل پولیسو د جنایي څیړنو رئیس سمونوال محمد ظاهر د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاد کسان تښتېدلي وو، چې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په کابل، جلال اباد او مزار شريف کې ونیول شول.
د هغه په وینا نیول شویو کسانو په لومړنيو څېړنو کې د یاد جنایت په تړاو پر « ټولو اړوندو موضوعاتو» اعتراف کړی دی.
د کابل پولیسو د جنایي څیړنو رئیس زیاته کړه، د ښاغلي نوري یوه ملګري چې د هغه ټلفن یې په واک کې وو او په واسطه یې د حامد نوري بل ټلفن ته زنګ وهلی او هغه یې له کور څخه بهر غوښتی وو، هم نیول شوی دی.
محمد ظاهر روښانه کړه:«سید حامد نوري د همدې مبایل د اړیکې په پایله کې له کوره بهر وځي او وژل کېږي.»
د کابل پولیسو د جنایي څېړنو د رئیس په وینا، قاتل هم نیول شوی او یاد کس حتا د قتل جزئیاتو ته په اشارې وروستۍ خبرې هم چې حامد نوري کړې وې، بیان کړې.
خو د کابل پولیسو یاد چارواکي په یاد قتل کې په شخصي انګېزې د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د یادې ډلې یو بل غړی هم تر تعقیب لاندې دی چې د یاد کس له نیولو او قانوني مراحلو وروسته به د یادې پېښې نور جزئیات اعلان شي.

