د افغانستان مدافع وکیلانو خپلواک رسنیز انجمن کمېټې د فعالیت پیل

كابل، ۱۹ جدی ۱۳۹۰

د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواک انجمن یوه کمېټه د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو له حقونو څخه د دفاع په موخه جوړ شوی.

د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواک انجمن رییس روح الله قاري زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې دا کمېټه په وړیا توګه د رسنیو کارمندانو او خبریالانو اړوند د وکالت قضیې په وړیا توګه په غاړه اخلي.

د ده په وینا د افغانستان اساسي قانون له ۳۱مې مادې سره سم هر کس حق لري له خپلو حقونو څخه د دفاع په موخه مدافع وکیل وټاکي چې په محکمه کې د ده له حقونو دفاع وکړي.

قاري زاده وویل: "له دې وروسته د افغانستان په ټولو سیمو کې که یو خبریال یا د رسنۍ کار کوونکی تر برید لاندې راشي، ظلم پرې وشي، توهین او یا وښکنځل شي مګر دا چې د جرم په ترسره کولو تورن شي، موږ د مدافع وکیل ګمارلو په وسیله په وړیا توګه له دوی څخه دفاع کوو."

روح الله قاري زاده زیاته کړه چې په دې برخه کې د هېواد د ننه ۱۸ مدافع وکیلان د پنسلوانیا پوهنتون به مرسته او انټرنیوز موسسې او نی په همکارۍ او درې نورو کسانو هم په هندوستان او انګلستان هېوادونو کې روزنه لیدلې ده.

د افغانستان مدافع وکیلانو خپلواک انجمن رییس په وینا؛ د دې پروګرام پر بنسټ ټاکل شوې چې ۳۲نور وکیلان هم هېواد په ولایتونو کې تر روزنې لاندې ونیول شي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د شمېرنو پر بنسټ، له ۱۳۷۲ کاله تر اوسه په افغانستان کې ۳۴خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي او لسګونه نور کسان تهدید شوي، تر فشار او لت و کوب لاندې راغلي او ډېر شمېر نور یې هم ټپيان شوي دي.

ډېری دا قربانیان او تاوان لیدونکي د افغانستان اوسېدونکي و خو سربېره د اسنادو، شواهدو او خپلوانو له تعقیب سره د افغانستان دولت تر اوسه په دې اړه ډېرو دې قضیو ته رسېدنه نه ده کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو حقونو د مدافع وکیلانو کمېټې رامنځ ته کېدلو ملاتړ کړی دی او د افغانستان له دولته غواړي چې له خپلې ژمنې سره سم د رسنیو بیان له ازادۍ د دفاع په برخه کې دوی ته د دوی د حقونو رسېدلو په دې ډول پېښو کې د دخیلو عواملو جزا برابره کړي.