د افغانستان د خبریالانو مرکز رییس د سایم د سفیر په توګه وټاکل شو

كابل، چهارشنبه ۵ دلو ۱۳۹۰

د افغانستان د رسنیو مرکز رییس احمد قریشي د رسنیزو اخلاقو نړیوال مرکز له لوري په افغانستان کې د دې مرکز د رییس په توګه وټاکل شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سایم Center for international media ethics له لوري خپره شوې، راغلي چې دا بست ده ته د کاري مسلکي سابقې او هغه طرحو له امله چې دې رسنیز فعال په افغانستان کې د رسنیزو فعالیتونو د لوړوالي وړاندې کړې وې، ده ته ورکړل شو.

د سایم سفیر پروګرام همغږي کوونکي سیلا زابو وویل: "زه دا لویه لاس ته راوړنه دوی ته مبارکي وایم، د خبریالۍ اخلاقو نړیوال مرکز به په افغانستان کې د رسنیزو اخلاقو لوړولو او ودې به خاطر له دوی سره مرسته او ملاتړ وکړي."

احمد قریشي له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره له اتو کلونو ډېره کاري مخینه لري او په اوس وخت کې له پژواک خبري اژانس سره همکاري کوي.