د وطن شخصي راډیو تلویزیون خپرونو پېل

کابل، پنج شنبه ۲۶ حوت ۱۳۸۹

د یو کلن ازمایښتي خپرونو وروسته د وطن شخصي راډیو تلویزیون په رسمي توګه خپل نشرات په کابل کې پېل کړل.

د وطن راډیو تلویزیون بنسټګر نشر احمد ترکي وویل چې دا شبکه د عبدالمجید مقري او د هغه د ګډې پانګونې په اساس رامنځته شوې ده.

د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ورزشي او تفریحي خپرونو نشر د دې رسنیزې شبکې اصلي موخې اعلان شوي دي.

لومړی په ۱۳۸۸ کال کې وطن راډیو تلویزیون په کابل ښار کې خپرونې پېل کړې او د مسوولینو په وینا یې اوس د ورځې ۱۸ خپرونې لري.

وطن راډیو 80.100  څپه او وطن تلویزیون په څلرویشت کانال، 495.25 مګاهرتز نشرات لري.

په اوس وخت کې دې شبکې کابل، میدان وردګ، لوګر، کاپیسا او پروان ولایتونو تر پوښښ لاندې راوستي دي او ټاکل شوې ده په نېږدې راتلونکې وخت کې د سپوږمکۍ له لارې په ټول هیواد کې هم نشرات پېل کړي.

د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته رسنیو په خپل نوي فصل په ځانګړې توګه غږیزو او انځوریزو رسنیو د لېدو وړ پرمختګ په ځانګړې توګه د کمیت له پلوه درلوده.

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند په وینا اوس مهال اوس مهال له ۱۰۰ ډیرې راډیو ګانې او 50 شخصي تلویزیونونه په کابل او ولایتونو کې فعالیت لري.