خصوصي تلویزیونونو ته د اطلاعاتو او کلتور وزیر خبر داری

کابل، جمعه ۲۹ دلو ۱۳۸۹

د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون شخصي تلویزیونونوته ګواښ وکړ که چېرته د غیري اخلاقي انځورونو نشر دوام پیدا کړي، تر قانوني پلټنې لاندې به ونیول شي.

دې کمېسیون د دلوې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین په مشرۍ ناسته کې د لوڅو او نیمه لوڅو صحنو خپرول د شرعي اصولو خلاف، د افغانستان وګړو د حقونو سره په ټکر او د عادي ژوند د رواني اړخ بدلوونکي یاد کړل.

د دې خبرپاڼې په اساس چې یوه کاپي یې د افغانستان خبریالانو مرکز ترلاسه کړې ده ویلي دي چې دا موضوع د خلکو د شکایتونو څخه وروسته تر بحث لاندې نیولې ده.

د رسنیزو سر غړونو او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون بیان کې راغلي دي چې د دې عمومي اعلان وروسته د هیواد تلویزیونونو ته په جدي توګه خبر ورکول کیږي په جدي توګه د نیمه لوڅو صحنو او هغه څه خپرولو څخه ځان وساتي چې د اسلامي اصولو او اخلاقي موازینو خلاف او د ډله ییزو رسنیو قانون سره په ټکر کې وي له نشر او خپرونو څخه په کلکه توګه ځان وساتي.

د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس، دا پرېکړه؛« د شکایتونو له درک کولو او د ټولنې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو او له ټولو مهم د هیواد وګړو د عقیدوي لار ښوونو» له مخې ټاکل شوي دي.

په تیرو کلونو کې په مسلسله توګه رسنۍ د اسلامي اصولو او د افغان اوګړو کلتور خلاف خپرونو له امله پرې نیوکې شوې او غندل شوي مګر رسنیو ته دا د خپل ډول تازه ګواښ دی.

مګر په دې وروستیو کې د هندوستان، ترکیې او تر دې چې د غربي هیوادونو رسنیز تولیدات او فلمونه نشر چې په دري او پښتو ژبه د هیواد په یو شمېر شخصي تلویزیونو نو خپریږي، منفي غبرګونه زیات شوي دي.

سربېره پر دې د ایران مذهبي سریالانه چې د اسلام د یو جانبه لید په اساس چمتو شوي دي او دافغانستا د یوې شخصي تلویزیوني شبکې څخه خپریږي د افغان علماوو د توند غبرګون د راپارولو سبب شوی دی.

د افغان رسنیو قانون چې په ۱۳۸۶ کال کې د ولسي جرګې له لورې تصویب شوی دی، له نشر وړاندې او وروسته هر ډول سانسور منع کړی خو په دغه قانون کې راغلي هر هغه مطلب او خپرونه چې په هغې کې مقدساتو او د افغانستان اسلامي عقایدو ته پکې سپکاوی شوی وي منع دی.

د دې قانون په ۴۵ ماده کې راغلي  دي چې شخصي تلویزیونونه په دې مکلف دي چې په خپلو نشراتو کې د اسلام مقدس دین اصول او احکام او ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او د افغان ملت رواني امنیت تامین کړي.