مختار وفايي«د افغانستان د کال خبريال» شو

مختار وفايي«د افغانستان د کال خبريال» شو

کابل ۲۷ کب ۱۳۹۵

 د هشت صبح ورځپاڼې خبريال مختار وفايي د پخوانيو دولتي چارواکو له خوا د دولتي لېږد وسايلو څخه ګټه اخېستلو په اړه راپور سره وکولای شو چې د پرېکړه کوونکي هيئت په رای سره ( د افغانستان د کال خبريال ) لقب لاسته راوړي.

وفايي په دې راپور کې هغه خلک او اشخاص بربنډ کړي چې په دولت کې د برحاله پوسټ نه درلودلو باوجود له زغروالو او لوړ ماډل دولتي موټرو څخه ګټه اخلي.

د سږ کال په سيالۍ کې په کابل او ولايتونو کې د ۵۰ رسنيو او همدارنګه آزاد خبريالان نوماند شوي و؛ چې له منځه يې ۱۰ راپورونه او رسنيز فعاليتونه په لاندې توګه د نيمه پايلوبې مرحلې ته لاره وموندله.

۱) په ۱۳ کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون نقض، څېړنيز راپور، خانه آزادی افغانستان، راپور جوړوونکي: علي آقا مزيدي او نوروز رجا

۲) د طلوع نيوز تلوېزيون پرس و پال سياسي خپرونه، چلوونکی حارث جمال زاده

۳) د کابل د اباسين مارکېټ د اور لګېدو په پېښه کې د يو بند پاتې شوي عکس چې د ځان د ژغورلو لپاره د دې مارکېټ له لوړې ودانۍ ځان ځمکې ته غورځوي؛ مګر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

انځور اخېستونکی: د پژواک خبري آژانس خبريال احمد فياض عمري

۴) د فرخندې د قتل په قضيه کې د پرمختګ څرنګوالي په اړه څېړنيز راپور، پيک څېړنيز بنسټ، راپور جوړوونکې: سجيه سعادت

۵) په کابل کې د يوې روږدې کورنۍ د وضعيت په اړه راپور، شمشاد تلوېزيون، راپور جوړوونکې: حسيبه اټکپال

۶) محور، د طلوع نيوز سياسي خپرونه، چلوونکی: مسلم شېرزاد

۷) په هېواد کې د زرهې موټرو د وارداتو او ګټې اخېستنې د څرنګوالي په اړه څېړنيز راپور، کليد راډيو، راپور جوړوونکی: علي آرش

۸) د پخوانيو دولتي چارواکو له خوا د دولتي لېږد وسايلو څخه ګټه اخېستلو په اړه څېړنيز راپور، هشت صبح ورځپاڼه. راپور جوړوونکی: مختار وفايي

۹) د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړه راپور؛ يو تلويزيون، راپور جوړوونکی: فيصل نويد

۱۰) د دريو وروڼو سرتېرو په اړه راپور چې په کندهار کې د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي، طلوع نيوز، راپور جوړوونکی: مير عابد جوينده

په پای کې د پرېکړه کوونکي هيئت په رای سره د پخوانيو دولتي چارواکو له خوا د دولتي لېږد وسايلو څخه ګټه اخېستلو په اړه څېړنيز راپور د دې سيالۍ د ټاکل شويو معيارونو او شرايطو سره د ډېر مطابقت؛  په ځانګړي ډول د غوره سوژې او روښان فکرۍ لامله غوره شو او مختار وفايي په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان د کال خبريال په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د کال خبريال نن په هغو مراسمو کې چې د خبريال د ورځې په مناسبت او د غضنفر بانک په مالي ملاتړ په کابل کې جوړ شوي و؛ په ځانګړي مډال او ۱۲۰۰ ډالرو نغدي جايزه وستايل شو.

دا سيالۍ په ۱۳۹۲ کال کې پيل شوه. د بي بي سي خبريال مليار صادق، د هشت صبح خبريال وحيد پيمان، او د آريانا تلوېزيون خبرياله معروفه ذکي په تېرو دريو کلونو کې د افغانستان د کال خبريالان شوي دي.