په توره چهارشنبه کې د طلوع تلويزون د وژل شويو کارکوونکو نومونه

۲ دلو ۱۳۹۴

کابل: طلوع تلويزون د هغه کارکوونکو نومونه چې دوه ورځې مخکې د (چهارشنبې) په ورځ په يوه حمله کې وژل شوي و نشر کړل.

د طلوع تلويزون ځينې کارکوونکي چې د خپلې کاري ورځې څخه وروسته کور ته روان و، د دارالامان په چوک کې د طالبانو د يو ځانمرګي حملې تر هدف لاندې راغلل چې له امله يې اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ اړ ۳۰تنه نور زخمي شول.

وژل شوي:

۱- سيد محمد جواد حسيني د ويډيو وير استاري په برخه کې اووه کالو را په دې خوا کار کاوه.

۲- زينب ميرزايي د فارسي دوبلې په برخه کې له دوه کالو را په دې خوا کار کاوه.

۳- مهري عزيزی، ددغې شبکې د ګرافيک په برخه کې له اووه کالو را په دې خوا کارکوونکې وه.

۴- مريم ابراهيمي، شپږمياشتې مخکې د موبي ګروپ سره يو ځای شوې وه او د فارسي دوبلې په برخه کې يې کار کاوه.

۵- حسين اميري، په ياده برخه کې اته کاله سابقه.

۶- محمد علي محمدي، د فارسي دوبلې په برخه کې له پنځو کلونو را په دې خوا کارکونکی و.

۷ـ محمد حسين، له شپږو کلونو را په دې خوا موټر چلوونکی و.

دغه بريد د افغانستان د رسنيو په کارکوونکو باندې تر ټولو مرګونی بريد و.