د عبداالله عبدالله د موټرو په کاروان باندې تروریستي حمله کې یو خبریال، یو عکاس او یو انځورګر ټپي شول.

د عبداالله عبدالله د موټرو په کاروان باندې تروریستي حمله کې یو خبریال، یو عکاس او یو انځورګر ټپي شول.

کابل جمعه ۱۶ جوزا ۱۳۹۳

د ولسمشر یزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د موټرو په کاروان د جمعې ورځې ترورستي حمله کې یو سیمه ییز خبریال او انځورګر او یو ایرانی عکاس ټپي شول.

دا پېښه چې نن د غرمې شاوخوا دولس بجې د کابل ښار شمال لودیځه برخه کې وشوه، خبریال مجتبی کمال زاده او د خورشېد تلویزیون عکاس سید شفیع او ازاد ایراني عکاس مجید سعیدي چې د جمهوري ریاست د دغه نوماند موټر کاروان سره یې ملګرتیا کوله ټپي شول.

مجید سعیدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د سر برخه کې ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه دي او روغتون کې له درملنې وروسته رخصت شوی دی.

د خورشید تلویزیون رئیس سمیع سهیم ویلي چې د دې تلویزیون خبریال د لاس برخه کې او کامره مین یې د ملا برخه کې برسېرن ټپي شوي دي چې د دواړو تنو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

پولیسو ویلي چې په دې تروریستي پېښه کې شپږ ملکي وګړي او د عبدالله عبدالله درې ساتونکي وژل شوي او لږ تر لږه ۲۲ تنه نور چې زیاتره یې ملکیان دي ټپیان شوي دي.