د نی رسنیز انسټيټیوټ پرانیستل شو

كابل، ۹ دلو ۱۳۹۰

د نی موسسې له لوري د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته د لومړني رسنیز انسټييټیوټ رامنځ ته کول.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې دفتر د نی موسسې اجراییوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وویل چې دا لومړنی ځل دی چې د رسنیو د روزنو لپاره په هېواد کې یو انسټيټيوټ رامنځ ته کیږي.

ده د دې انسټیټيوټ د منلو ظرفیت ۵۰ کسان اعلان کړل او ویې ویل چې علاقمندان کولای شي د کانکور ازموینې له لارې دې انسټيټیوټ ته لاره پيدا کړي.

د خلوتګر په وینا په دې رسنیز انسټييټوټ کې نوم ثبتونه پیل شوې ده او درسي پروګرام به یې د راتلونکي کال له پسرلي څخه په رسمي توګه پیل شي.

په کابل کې د امریکا نړیوالي پراختیایي ادارې دفتر او د بشر حقونو او ډیموکراسۍ چارو سلاکار مورا بري Mora bere، هم په خپلو خبرو کې دا انسټيټیوټ د افغانستان د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې یو مثبت ګام وګڼلو.

ده وویل چې امریکا په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه ملاتړ کړی دی او له دې وروسته به هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.