د پرس ټي وي شبکې پر فلمبردار تیزابي برید

كابل، ۲۳ دلو ۱۳۹۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د پرس ټي وي په فلبردار پروزیز صافي باندې د تېزابو برید په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له دولته غواړي چې د دې ډول کړنو له کوونکو سره په شدت غبرګون وښيي.

پرویز صافی د ۱۳۹۰ کال دلوې میاشتې ۱۷ مه د دوشنبې په ورځ د پرس ټي وي کاري دفتر ته په لاره د ده سبز په سیمه کې د برید کوونکو تر برید لاندې راغی.

د ایران د (پرس ټي وي) شبکې مدیر محمد روحي خبر ورکړ چې د صافي مخ ډېر زیان لیدلی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

د دې شبکې مدیر په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي.

تېر کال هم په همداسې یوه پېښه کې د بست باستان اژانس مسوول مدیر رزاق مامون تر تیزابي برید لاندې راغی او مخ ته یې ډېر زیان ورسېده.

افغانستان د رسنیز کار لپاره له خطرناکو سیمو شمېرل کیږي. په تېرو لسو کلونو کې د لسګونو فریکي تاوتریخوالي، تهدید او زندان موردونو سربېره په دې هېواد کې ۳۱ خبریالان او رسنیز فعالان وژل شوي دي.

د روان کال سنبلې میاشتې په ۲۲مه په یوه پېښه کې د پرس ټي وي فلمبردار فرهاد تقدسي په داسې حال کې چې د دې شبکې په دفتر کې په کار لګیا و د یوه راکټ لګېدلو له امله جدي ټپي شو او له یوې اوونې وروسته د ژورو ټپونو له امله ومړ.
دا راکټ  د افغانستان امنیت تامین لپاره د نړیوالو ځواکونو د مرستې په قومانداني او امریکا سفارت باندې د طالبانو په برید کې د پرس ټي وي پر دفتر ولګېد.