کابل، دوشنبه د ۱۳۸۹ د مرغومې ۲۰مه
د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ مرکز د سرنوشت ورځ پاڼې مسؤول مدير اسد الله وحیدي نیول غندي او د ښاغلي وحیدي له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه کوي.
اسد الله د یک شنبې ورځې په ۱۲ بجو د ملي امنیت د مشاور له شکایت وروسته د لویې څارنوالۍ په امر ونیول شو. د ملي امنیت مشاور ډاکتر رنګین دادفر سپنتا شکایت کړی، چې د هغه راپور په خپرولو کې چې د هغه د ورور د تورونو په تړاو دی، چې په هرات کې یې یوه غیر قانوني وسله واله ډله جوړه کړې، د ښاغلي سپنتا نوم ذکر کړی دی.
د سرنوشت ورځپاڼې د امتیاز څښتن حمید ناصري د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ مرکز ته وویل، چې ښاغلی وحیدي د ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او اطلاعاتو او کلتور وزارت د « بې بنسټه شکایت او شخصي خصومت» له امله نیول شوی دی.
د هغه په وینا، اسد الله د لویې څارنوالۍ له لوري د يوې ټلفني اړیکي په واسطه احضار شو، څو د یاد شکایت په تړاو ورسره خبرې وشي، خو لویې څارنوالۍ د هغه د نیولو حکم صادر کړ.
د یادې ورځپاڼې د امتیاز څښتن وویل، چې تېره اونۍ د ښاغلي سپنتا ورور وحید طاهري په تړاو یې یو راپور خپور کړی دی، چې په هغه کې وحید طاهري په هرات کې د يوې وسله والې ډلې په جوړولو تورن شوی وو.
د ناصري د اطلاعاتو پر بنسټ، دا راپور د دوی له لوري د ترلاسه شویو کره شواهدو او اسنادو او د خبريالۍ اصولو په رڼا کې جوړ شوی او په دې تړاو له وحید طاهري سره هم خبرې شوي او هغه یاده موضوع رد کړې ده.
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو هم تایید کړه، چی اسد الله وحیدي د رنګین دادفر سپنتا د شکایت پر بنسټ نیول شوی دی، څو موضوع ته یې رسېدنه وشي.

