په رازق مامون تیزابي حمله

په رازق مامون تیزابي حمله

کابل، سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۸۹

نا معلومه کسانو د هیواد پېژندل شوي لیکوال او خبریال رازق مامون باندې حمله کړې او د هغې په مخ باندې یې تیزاب( اسید) پاشلي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ته د مامون یو ملګري ویلي چې په رازق مامون باندې د سه شنبې په ورځ د کابل مکرویانو سیمه کې هغه وخت چې کورته په لاره و حمله کوونکو په نښه کړی دی.

د دې سرچېنې په وینا رازق مامون د سر په برخه کې سخت ټپي شوی او اوسمهال د کابل سردار محمد داود خان روغتون کې بستر دی.

د کابل د جنایي جرمونو د څېړنې رئیس محمد ظاهر اعلان کړی چې د دې حملې په اړه شواهد او دلایل لاسته ورغلي دي او هغوی ژمن دي چې په اساس به یې د دې قضیې ترسره کوونکي تر پلټنې لاندې ونیسي.

د هغه په وینا، د دې قضې ترسره کوونکي د ښاغلي مامون د وژنې نیت درلوده.

رازق مامون د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د قتل په اړه د « ویده راز» د اطلاعاتو او کلتور وزیر فاروق یعقوبي د وژنې په اړه د « ویده راز دویم جلد» د افغانستان مشهور هنر مند احمد ظاهر په اړه « احمد ظاهر څه ډول ترور شو؟» او د « ځان وژنې زماني» رومان کتابونو لیکونکی دی.

هغه په خپلو اثارو کې هغه کسان چې د د افغانستان پخوانیو حکومتونو کې یې کار کاو او یا طالبانو سره اړیکه درلوده او تر دې چې یو شمیر هغه یې چې د افغانستان په اوسني حکومت کې واک لري په دې وژنو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د افغانستان دې مشهور لیکوال تازه په تازه د «رد پای فرعون» تر عنوان لاندې کتاب لیکلی او خپور کړی چې په هغې کې د افغانستان داخلي جنګونو پر مهال د ایران رول باندې تم شوی دی.

رازق مامون چې په بستر کې یې خبریالانو ته خبرې کولی مخ باندې تیزاب پاشل ایران ته منصوب کړل. هغه وویل:« په مطلق ډول سره دا یو تروریستي او ستخباراتي (اطلاعاتي) کړنه ده چې د ایران له لورې ترسره شوې ده.»

د مامون په وینا په مطلق ډول یو «تروریستي» رژیم دی او «دولتي تروریزم» پرمخ وړي.

رازق مامون وایي په دې کتاب کې « په افغانستان کې د ایران وران کاره کړنې او سرغړونې» په شواهدو سره یوځای په مستند ډول بیان کړي دي نو له همدې امله ده چې دې کار د ایران حکومت غوصه راپارولې ده.

مګر کابل کې د ایران سفارت د رازق مامون دا ادعا رکړې ده.

د افغانستان خبریالانو مرکز د دې حملې د سختې غندنې تر څنګ دا کار د خبریالانو او لیکوالانو د رسونکې غږ چپ کولو د ښکاره فشار په سترګه ګوري او دافغانستان حکومت څخه غواړي په جدي توګه د دې قضیې ترسره کوونکي وپېژني او سزا ورکړي.

رازق مامون د پاکستان پېښور او کابل کې بي بي سره د کار کولو تجربه لري، او له هغې وروسته د څه وخت لپاره د ازادې اروپا( ازادۍ راډیو)، طلوع تلویزیون، ماندګار ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو سره د کار مخینه لري.

هغه له شاوخوا یوې میاشتې راپدې خوا د بست باستان خبري اژانس په جوړولو سره نوی کاري فعالیت پېل کړی وو.