کابل، چهارشنبه ۲۹جدی ۱۳۸۹
بلاخره د کاپیسا ولایت د ازادو خبریالانو د ټولنې مسوول او د دې ولایت د ملي راډیو تلویزیون نشراتو مدیر د ملي امنیت زندان کې له څلور میاشتو او دوه ورځو تېرولو وروسته خوشې شو.
حجت الله مجددي د افغانستان خبریالانو مرکز سره د ملي امنیت د څېړنې لارې او جدیت څخه شکایت وکړ او وې ویل: « کابل کې د ملي امنیت زندان ته تر انتقال وروسته، ۴۸ ساعته لاس تړلی ولاړ وم او د ناستې اجازه مې نه درلوده.»
هغه وایي تر دې چې په دې موده یې د سر د ستړیا له امله نه شو کولی تکیه وکړم او د ملي امنیت مامورینو د څپېړې په وهلو سره هغه بیرته بیداراوه.
د کاپیسا د ملي راډیو تلویزیون د نشراتو مدیر وایي په ۴۸ ساعته پلټنو کې یې یواځې د ډوډۍ خوړلو، تشناب ته د تګ او د لمونځ اداکو اجازه درلوده.
د کاپیسا ولایت راډیو تلویزیون نشراتو مسوول په وینا، هغه شاوخوا پنځوس ورځو لپاره ۷۰ سانتي متره په درې متره او څلویښت سانتي کې کوټه چې په اوسط ډول په هغې که له یولسو تر ۷ تنو ساتل کېده تېر کړي دي.
له دې سره سره حجت الله مجددي د ملي امنیت ساتونکو چلند « انسان دوستانه او ښه» یادي کړي او ستاینه یې ترې وکړه.
حجت الله مجددي وویل چې بلااخره د روانې اونۍ دوشنبې په ورځ د هغه دوسیه د څلورمې حوزې عامه امنیت محکمې ته راجع شوه او دې محکمې د کافي جرمي شواهدو نشتون له امله هغه ته برې ورکړ.
مجددي زیاته کړه چې هغه د چهار شنبې په سهار کابل کې د ملي امنیت زندان څخه خوشې شو.
د کاپیسا راډیو تلویزیون نشراتو مدیر د کاپیسا پخوانی والي غلام غوث ابوبکر او د هغې زوم خواجه ظفر تورن کړل چې د هغه بدنامولو لپاره یې دوسیه ورته جوړ کړې وه.
د حجت الله مجددي په وینا هغه په دې دلیل چې د امنیت ملي ادارې سره د نه همکارۍ او د کاپیسا پخواني والي هغه غوښتنه چې خلکو ته د ده د کړنو مثتبه څېره انعکاس کړي د نه منلو له امله د هغوی غوصه راپارولې ده .
هغه وویل چې د نیولو څخه یوه میاشت مخکې د ښاغلي ابوبکر په امر د راډیو تلویزیون د امریت څخه ګوښه شوی وو مګر د خو کارونو له امله اطلاعاتو او کلتور وزارت د راډیو تلویزیون د نشراتو مسوول مدیر په بست په دنده وګوماره.
د حجت الله څرګنده کړه چې د وږي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د کاپیسا ولایت معاون محمد شریف شریفي په بلنه، د کاپیسا په دویمه برخه کې د فیض محمد شهید لېسې انتخاباتي مرکز کې د دولسي جرګې د رایه ورکونې بهیر ته خبري پوښښ ورکړي.
د مجددي په وینا د ولایت مرستیال او نور سیمه ییز چارواکي دې مرکز ته د رایه ورکونې لپاره راغلي و مګر ناڅاپه خواجه ظفر را ورسید او وې ویل چې باید یو بل محل ته چې ظاهر پکې درغلي شوې وه له دوی د خبري پوښښ لپاره لاړ شي.
د کاپیسا راډیو تلویزیون نشراتو مدیر زیاته کړه:« هغوی( ملي امنیت کار کوونکو) زه د کاپیسا ملي امنیت ریاست ته یوړم او وروسته یې له هغه ځایه کابل ته انتقال کړم او راته وې ویل چې تا یو کس ځان وژونکې حملې ته هڅولی او موږ غواړو چې له تا پلټنې وکړو.»
حجت الله مجديدي وویل په څلورو میاشتو کې یې چې څومره ستونزې ګاللي بیا هم په خپل مسلک ویاړي او له دېنه چې د افغانستان خبریالان د یوځای کېدو له امله چې ازادۍ ور په برخه شوه زیات خوښ دی او له ټولو مننه کوي.
خو د افغانستان خبریالانو مرکز دملي امنیت ادارې څخه غوښتنه کوي چې د دې قضیې حقایقو په بیان سره د هغه چا په وړاندې چې په دې وضعیت کې دخیل وو پلټنې ترې وکړي تر څو د مجازاتو څخه بچ پاتې کېدل د نورو ورته پېښو د رامنځته کیدو لامل نه شي.

